ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي اردو يوه سرتېري ځان غرغره کړ

24 Nov 2011 - 17:38
24 Nov 2011 - 17:38

ايبک (پژواک ٣ ليندۍ ٩٠): د ملي اردو يوه سرتېري په سمنګان ولايت کې ځان غرغره کړ.

د سمنګان د امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونوال غلام محمد زلمي نن (د ليندۍ درېيمه) پژواک ته وويل، د ملي اردو يوه سرتېري محمد امين، چې د دغه ولايت د مرکز د الخيرلرغان کلي اوسېدونکى دى، تېر ماښام د عصبي ناروغۍ له امله ځان خپل کور ته نږدې په يوه ونه کې زيندۍ کړى دى.

سمونوال زلمي د ياد سرتېري د يوه خپلوان له خولې وويل، چې محمد امين په هلمند ولايت کې د ملي اردو سرتېرى و او څه موده مخکې د يوې چاودنې له امله د سر په برخه کې ټپي شوى هم و.

هغه زياته کړه، چې ياد سرتېرى په روغتون کې له درملنې وروسته په رخصتۍ کور ته راغلى وو.

د دغه سرتېري ورور محمداسحق پژواک ته وويل، چې ورور يې د ملي اردو سرتېرى و او له ټپي کېدو وروسته يې، چې ٤٠ ورځې مخکې د ماين په يوه چاودنه کې ټپي شوى و، رواني حالت ښه نه وو او انزوايي حالت يې خوښاوه.

اسحق زياته کړه: “امين تېر ماښام مور ته ويلي وو، چې جومات ځي، خو هغه باغ ته تللى او ځان يې غرغره کړى وو.”

هغه وويل، چې له چا سره دښمني نه لري او په دې پېښه کې څوک ښکېل هم نه ګڼي.

دغه پېښه په داسې حال کې په سمنګان ولايت کې رامنځته کېږي، چې تېر کال پوليسو د سيمې د خلکو په همکارۍ د دغه ولايت د دوو اوسېدونکي غرغره شوي مړي وموندل.

د سمنګان د امنيتي چارواکو په وينا، يو له دغو کسانو د بې وزلۍ له امله د زال ايبک په سيمه کې ځان وژنه کړې وه او د بل تن د غرغره کېدو په تړاو د پوليسو له خوا يو تن نيول شوى وو.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version