ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لس وسله وال د سولې له بهیر سره یوځای شول

17 Dec 2011 - 17:32
17 Dec 2011 - 17:32

کلات (پژواک ٢٦ ليندۍ ٩٠): په زابل کې د سولې د ولایتي شورا او د دې ولایت د ملي امنیت د ریاست په هڅو لس د دولت وسله وال مخالفین د سولې له پروسې سره یوځای شول.

 په زابل ولایت کې د سولې د ولایتي شورا رییس محمد رسول کوچي د لیندۍ په ۲۶مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې یو ځای شوي وسله وال د طالبانو په دوو ډلو پورې اړه لري.

 نوموړي زیاته کړه، چې اته وسله وال طالبان د زابل په شهرصفا ولسوالۍ کې د دولت پر وړاندې جګړه کوله، له دوى سره تر خبرو اتر وروسته نن د سولې له پروسې سره یو ځای شول.

 کوچی وايي، چې دغه اته تنه په شهرصفا ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه قوماندان ملا لطف الله د ډلې غړي وو او له ځان سره یې اته میله سپکې وسلې هم راوړې دي.

 هغه زیاتوي چې د دغو کسانو په پخلا کېدو کې د شهرصفا ولسوالۍ قومي مشرانو او د زابل د ولایتي شورا یوه غړي محمد هاشم ګراني زیاتې هڅې کړې دي.

 د سولې د ولایتي شورا رییس وویل، دوه نور وسله وال طالبان چې د زابل په مرکز کلات کې یې د نصرت په نوم د طالبانو د یوه قوماندان تر مشرۍ لاندې ورانکارې کړنې ترسره کولې، د زابل د ملي امنیت د ریاست په هڅو د سولې له بهیر سره یو ځای شول.

 هغه زیاته کړه، چې له دغو کسانو سره دوى له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسي په اړيکه کې وو،  چې بالاخره نن وتوانېدل د رسنیو پر وړاندې دغه کسان د سولې او پخلاینې له بهیر سره یو ځای کړي.

 د پخلا شویو کسانو له ډلې څخه یو تن ملا بورجان، چې په شهرصفا ولسوالۍ کې د دولت پر وړاندې جګړه کوله، پژواک اژانس ته يې وویل، چې دوى د پاکستان له خوا د خپل هېواد ورانولو ته هڅول کېدل.

 هغه زیاته کړه، چې د سولې له ولایتي شورا سره تر اړیکو نیولو وروسته په دې وپوهېدل، چې نور جګړه کول په ګټه نه دي او له دولت څخه غواړي چې باید دوى ته امنیت او د کار زمینه برابره کړي.

 د زابل د سولې د ولایتي شورا د عامه اړیکو مسوول محمد داوود ګلزار پژواک اژانس ته وویل، چې دوى دا مهال په زابل کې د دولت د مخالفینو له یو شمېر نورو ډلو سره هم په اړيکه کي دي.

 هغه وویل، هڅه به وکړي چې له پخلا شویو کسانو سره خپلې شوې ژمنې پوره کړي او په دې توګه نور کسان هم له دغه بهیر سره یو ځای کېدو ته وهڅوي.

 د یادولو وړ ده چې درې میاشتې وړاندې هم، د وسله والو طالبانو یوه پنځه کسیزه ډله په زابل کې د سولې له پروسې سره یو ځای شوې وه.

Views: 10

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version