کابل (پژواک ١١ مرغومى ٩٠): د کورنيو چارو او دفاع وزارتونو په يو شمېر ولايتونو کې د دولت د دوو وسله والو مخالفينو د وژلو، د ٣٠ نورو د نيولو او همدارنګه د مهماتو د يوې زېرمې د کشف خبر ورکړ.
په هغې خبرپاڼه کې، چې نن (د مرغومي ١١مه) د کورنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک ته رارسېدلې راغلي دي، چې دغه دوه وسله وال مخالفين په کابل، کندهار، پکيتا، زابل، تخار او بغلان ولايتونو کې د تېرو ٢٤ ساعتونو پر مهال د ملي پوليسو د عملياتو په لړ کې وژل شوي او ١٨ نور نيول شوي دي.
سرچينې زياته کړه، په دغو عملياتو کې، چې د ملي اردو او ايساف ځواکونو په مرسته ترسره شول، څلور ميله کلاشينکوف، څلور ميله ډول ډول وسله، يو ميل تومانګچه، درې کيلوګرامه امونيم نايټريټ، ٤٨٢کيلوګرامه ترياک او د ماين ٩ ريموټونه هم د ملي پوليسو لاس ته ورغلي دي.
همدارنګه د ملي دفاع وزارت وايي، چې د دولت ١١مخالفين د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ، د پکتيکا په برمل او د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې د ملي اردو د منسوبينو په چاڼيزو عملياتو کې نيول شوي دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې يو ماين خښوونکى د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ميوند د ٢١٥ قول اردو د منسوبينو د امنيتي ګزمې په ترڅ کې له يوه موټر سره نيول شوى دى.
سرچينې زياته کړه، چې د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ په کارېز سيمه کې د ملي اردو د ګزمې په ترڅ کې ٥٦٠ کيلوګرامه چرس ترلاسه شوي او دوه کړۍ ماينونه د هرات په رباط سنګي ولسوالۍ کې کشف او شنډ کړاى شوي دي.
خبرپاڼه ليکي، چې د ملي اردو دوه منسوبين د کابل د سروبي ولسوالۍ د ورېښم تنګي په سيمه کې د مخالفينو د ډزو له امله ټپيان شوي دي.
همدارنګه د کابل د ١٠١اسمايي زون قوماندانۍ د کابل په ميربچه کوټ ولسوالۍ کې د مهماتو د يوې زېرمې د کشف خبر ورکوي.
د دې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په مهماتو کې ١٨ د BM12 مرمۍ او د هغه ٥٠ سرګلولې، د سکر دوه مرمۍ، د زيکويک شپږ قوطي مرمۍ او څه باندې دوه زره د پيکا مرمۍ شاملې دي.
د کابل د ١٠١اسمايي زون قوماندانۍ وايي، چې دغه مهمات په يوه زېرمه کې د ورانکاره کړنو د ترسره کولو په موخه ځاى پرځاى شوي وو، خو تر اوسه يې په تور څوک نه دي نيول شوي.
د يادونې ده، چې د کورنيو چارو وزارت تېره ورځ د ملي پوليسو د ځواکونو له لوري په کنړ، ننګرهار، کاپيسا، بغلان، کندهار، هلمند، لوګر، غزني، خوست او هرات ولايتونو کې د دولت د ١٥وسله والو مخالفينو د وژلو، د څلورو د ټپي کېدو او د ٥٥ نورو د نيولو خبر ورکړى و.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن