ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بدخشان ٤٠ سلنه ماشومان پر سختو کارونو بوخت دي

د بدخشان ٤٠ سلنه ماشومان پر سختو کارونو بوخت دي

author avatar
3 Jan 2012 - 17:37
د بدخشان ٤٠ سلنه ماشومان پر سختو کارونو بوخت دي
author avatar
3 Jan 2012 - 17:37

فيض اباد (پژواک ١٣مرغومى ٩٠): په بدخشان کې څلوېښت سلنه ماشومان په سختو کارونو بوخت دي او ٧٠ سلنه نور له خپلو کورنيو سره په ورځنيو کارونو کې مرسته کوي.

په بدخشان کې د يونيسف ادارې د سروې پربنسټ، د دې ولايت نفوس تر يوه ميليون تنو زيات دى او د هغوى ٥٣٠زره ماشومان جوړوي.

د بدخشان ولايت د بشري حقونو د دفتر مسوول وحيدالدين ارغون پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې ادارې څارونکې ډلې په روان کال کې پر بشري څار سربېره، له ٣٠٠ ماشومانو سره په واخان، زېباک، اشکاشم، يفتل، بهارک، خاش، درايم ولسواليو او مرکز فيض اباد کې مرکه کړې ده.

هغه وويل، دې ډلې چې څه ترلاسه کړي، جوتوي چې د دې ولايت ٤٠ سلنه ماشومان په سختو کارونو بوخت دي او لس سلنه وړې نجونې تر وخت مخکې ودونو او د مور او پلار د مخالفت له امله له ښوونځي محروم شوي دي، ٣٠ سلنه نور د کور د لارې د لرې والي له کبله له ښوونځي پاتې دي او ١٥ سلنه نور له مناسبو شرايطو سره سره د مور او پلار د بې پروايۍ له امله له ښونځي وروسته پاتې دي.

ارغون زياته کړه چې دغه څارنه جوتوي، چې په دې ولايت کې ٧٠ سلنه ماشومان د فقر له امله د بزګرۍ او مالدارۍ  او د خسو په راټولولو کې له خپلو کورنيو سره مرسته کوي.

هغه وايي چې د کورنيو پر وړاندې د ماشومانو مسووليتونه ورځ پر ورځ ډېرېږي؛ ځکه د کورنۍ لويان د کار لپاره ګاونډيو هېوادو ته ځي او د کورنيو مسووليت ماشومانو ته پاتې کېږي.

د ارغوان په وينا، ماشومان د ولايت په مرکز کې ډېرى مهال د موټرو د جوړونې په ورکشاپونو، نانوايي ګانو، هوټلونو او د بازار په منځ کې کار کوي.

ارغون وايي، چې ماشومان په دې ولايت کې د روغتيا له پلوه هم له ستونزو سره مخ دي.

هغه څرګنده کړه، د دې ادارې څارنيزې لاس ته راوړنې ښيي، چې له روغتيايي مرکزونو د لارې د ليرې والي، د درملو نه شتون، په کورنۍ کې د ماشومانو د شمېر زياتوالى او د مور او پلار د بې پروايۍ له امله ٤٥سلنه ماشومان روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى نه لري.

هغه وايي چې په واخان ولسوالۍ کې يو شمېر ماشومانو تراوسه ډاکټر او درمل نه دي ليدلي.

د دې ولايت په مرکز فيض اباد کې هم ماشومان له ستونزو سره مخ دي او لسګونه ماشومان په ورکشاپونو، نانوايي ګانو او د بازار په منځ کې په کار بوخت دي.

١٥ کلن محمد عالم د هغو ماشومانو له ډلې څخه دى، چې د موټرو په يوه ورکشاپ کې په فيض اباد کې کار کوي. هغه پژواک ته وويل: “پلار مې مړ شوى دى او زه له خپلې مور او دوه خويندو سره ژوند کوم.”

عالم زياته کړه، چې په ورکشاپ کې کار کوي او د ورکشاپ څښتن ده ته د ورځې ١٠٠ افغانۍ ورکوي.

دغه ماشوم وايي: “ښوونځي ته ولاړ نه شواى شوم، ځکه چې څوک له مونږ سره مرسته نه کوي او د خپل ١٠٠ افغانۍ معاش څخه د کور سودا اخلم.”

نسا، يوه ١٤کلنه نجلۍ ده، چې هغه هم په فيض ابادکې په سختو کارونو بوخته ده.

نسا په داسې حال کې چې د لاس او پښو ګوتې يې د هوا د يخنۍ له امله سرې شوې دي، د فيض اباد د يوه سړک ترڅنګ يې د وچې ډوډى ټوکرۍ اېښې او د خلکو له تېريدو سره پر هغوى غږ کوي، چې توده ډوډۍ واخلئ.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پلار يې مړ شوى دى او مور يې په کور کې ډوډۍ پخوي، دا يې بازار ته راوړي او پلوري يې.

نسا زياته کړه: “٤٠ ډوډۍ سهار او٤٠ ډوډۍ تر غرمې وروسته بازار ته راوړم او خرڅوم يې.”

هغې وويل چې درې خويندې او يو وړوکى ورور لري او د ډوډۍ د پلورلو له پيسو څخه خپلې ستونزې هواروي.

عزيز بل کم عمره ماشوم دى، چې د ده په خپله وينا، ١٤ کاله عمر لري او په يوه مستري خانه کې په کار بوخت دى.

عزيز پژواک ته وويل، چې پلار او مور يې مړه شوي دي او له دوو خويندو او يوه ورور سره د خپل تره کره اوسېږي.

هغه وويل چې په ورځ کې ١٥٠ افغانۍ معاش لري.

خو د ده استاد عبدالرحيم وايي، چې د دغه هلک عمر کم دى او هغه کار چې بايد ترسره يې کړي، نه شي ترسره کولاى.

هغه زياته کړه، چې د خپل شاګرد په مجبوريت او غريبي پوهېږي او له همدې امله يې ورته په ورځ کې ١٥٠ افغانۍ ورکوي، ترڅو يوه اندازه اقتصادي ستونزې يې ليرې شي.

د بدخشان د عامې روغتيا رياست سرپرست ډاکټر نورمحمد خاورې، په دې ولايت کې د روغتيايي ستونزو پخلى کوي او لاملونه يې د هوا نامناسبه حالات، په ژمي او پسرلي موسمونو کې د واورې د ورښت له امله د لارو بندښت، د دې ولايت په پراخو سيمو کې د نفوس تيت او پرک والى ګڼي.

خو هغه وايي چې له ستونزو سره سره، ٧٠ سلنه ماشومان روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى لري.

په همدې بڼه د بدخشان د پوهنې رييس عبدالودود معبودي، په دې ولايت کې د بشري حقونو د دفتر د مشر د خبرو په تاييد سره وايي، چې په ليرې پرتو کليو کې د يونيسف په مرسته کليوال درې ټولګيوال ښوونځي شته دي.

هغه زياته کړه، چې ماشومان د لومړنيو ښوونځيو او لېسو ترمنځ د لارې د اوږدوالي له امله له تعليم نه وروسته پاتې کېږي.

د بدخشان د کار او ټولنيزو چارو رياست د ټولنيزو چارو امره مليحه ارزش، په سختو کارونو کې د دې ولايت د پام وړ سلنې کم عمره ماشومانو د بوختيا په منلو سره وويل، چې دغه اداره يواځې د فني روزنې يو ورکشاپ د ٢٠٠ تنو په ګډون له ښوونځيو څخه د پاتې ماشومانو لپاره او يو کودکستان د ٢٠٠ ماشومانو په ظرفيت د ولايت په مرکز کې لري.

هغې زياته کړه، چې د دې ولايت په ولسواليو کې د ماشومانو لپاره کوم پروګرام تر کار لاندې نه لري.

بدخشان د هېواد په شمال ختيځ کې يو له ليرې پرتو او لوړو ولايتونو څخه دى او ډېرې مواصلاتي لارې د له وخت نه مخکې د واورو ورښت له امله بندېږي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.