کندهار ښار ( پژواک ۲۲ مرغومی ۹۰ ) : د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ امنیه قوماندان له خپلو دوو زامنو او دوو ساتونکو سره په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.
د ولایت د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ایوبي د مرغومي په ۲۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا برید نن مازیګر ناوخته په څلور نیموبجو د پنجوایي ولسوالۍ په دوه لاري کې هغه مهال وشو، چې ولسوال بیرته کندهار ښار خپل کور ته روان و.
هغه زیاته کړه چې ځانمرګي برید کوونکي له چاودیدونکیو توکیو ډک خپل موټر د پنجوایي ولسوال حاجي فضل الدین اغا له موټر سره وجنګولو.
د نوموړي په دې برید کې ولسوال، دهغه دوه زامن او دوه ساتونکي وژل شوي دي.
ایوپی وایي چې په دې پيښه کې اوه پولیس او یو عام وګړی ټپي شوی او روغتون ته لیږدول شوي دي.
طالب ویاندقاري یوسف احمدي ددې برید مسوولیت په غاړه اخیستی او ویلي یي دي چې په دې برید کې د ولسوال په ګډون اته تنه وژل شوي دي.
ولسمشر حامد کرزي دغه پيښه په کلکه غندلې ده.
پرون ددې ولایت امنیه قوماندان جنرال رازق هم له یوه ځانمرګي بریده روغ وتلی و.