ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نورستانى: نوى کال به د نورستان لپاره د رغنيز بهير د پرمختګ کال وي

17 Jan 2012 - 17:43
17 Jan 2012 - 17:43

جلال اباد  (پژواک ٢٧ مرغومى ٩٠): د نورستان والي تميم نورستانى وايي چې ١٣٩١ لمريز کال به د دغه ولايت لپاره د رغنيز بهير د پرمختګ او اوښتون کال وي.

نوموړي د مرغومي په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې راتلونکي لمريز کال کې به د ولايت په مرکز او ٨ ولسواليو کې ٤٠ د ښوونځيو ودانۍ جوړې او ٤ ستر سړکونه وغځوي، چې ختيځ او لوېديځ نورستانونه به له مرکز پارون سره ونښلوي.

هغه زياته کړه، چې د راتلونکي کال په پراختيايي پلان کې ډېره برخه د پوهنې او مواصلاتو څانګې ته ځانګړې شوې ده.

تميم نورستانى وايي: ((څلور کاله وړاندې مو له پارون څخه اشټيوي ته سړک غځولى، له هغه وروسته بيا چا يو کيلومتر کار هم نه دى کړى.))

د نورستاني په وينا، د سړک جوړونې په برخه کې ورسره د فوايد عامې وزارت ترڅنګ، نړيوالو ځواکونو او مرستندويو موسسو د مرستې ژمنې کړې دي.

نوموړي زياته کړه چې دغه ستر سړکونه د تيتين، پپړوک، پارون او وايګل سړکونه دي، چې لوېديځ نورستان به له وايګل او پارون سره، ختيځ نورستان به له مرکزي نورستان سره او مرکزي نورستان به له بدخشان او لغمان ولايتونو سره ونښلوي.

والي وويل ژمنه وکړه، چې تر راتلونکو دوو کلونو به د نورستان ترانسپورتي ستونزې هواروي.

نوموړي زياته کړه، چې څو ورځې وړاندې د کليو د پراختيا وزير نورستان ته تللى و او ده ته يې ژمنه ورکړې، چې د سړکونو او اوبه خور ستونزې به يې د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.

د نورستان د ولايتي شورا رييس قاضي عنايت الله مذهب يار پژواک اژانس ته وويل، چې شورا يې له ولايتي ادارې سره په ګډه په رغنيز پلان کې د پوهنې، روغتيا او سړک جوړونې په برخو کې ګډ کار کړى دى.

نوموړي زياته کړه: ((د هغې ورځې ارمانجن يم، چې د نورستان له يوې ولسوالۍ څخه بلې ته په موټر کې سفر وکړم.))

د يادونې وړ ده، چې نورستان د هېواد په کچه هغه ولايت دى، چې له دوه کيلومترو څخه زيات پوخ سړک نه لري او نه يې هم ٨ ولسوالۍ له مرکز سره کومه غځېدلې د موټر لاره لري.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version