کندهار ( پژواک ٥ سلواغه ٩٠ ) : د کندهار ولايت د امنيه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبازرې مديريت پوليسو د دې ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې ٧٠٠ کيلوګرامه ترياک نيولي دي.
په دې اړه د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پوليسو تېره ورځ غرمه مهال د پنجوايي ولسوالۍ په دواب سيمه کې له يوه سراچه ټکسي موټر څخه ٧٠٠ کيلوګرامه ترياک نيولي دي.
هغه زياته کړه، چې د ترياکو د نيول کېدو پر مهال موټر چلوونکى په ټکسي نه و، خو پوليسو يې د نيول کېدو هڅې پيل کړې دي.
د نوموړي په وينا، امنيتي ارګانونو سږ کال په کندهار کې د نشه يي توکو پر خلاف خپله مبارزه چټکه کړې، چې د کوکنارو د کښت د مخنيوي تر څنګ د نشه يي توکو او قاچاق کوونکو پر خلاف هم جدي اقدام کوي.
د يادونې ده، چې دوه ورځې مخکې هم ګډو ځواکونو په دې ولايت کې زر کيلو ګرامه نشه يي توکي ترلاسه کړي و.
د يو بل خبر له مخې، امنيتي ځواکونو د کندهار په دامان ولسوالۍ کې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې ٩ عدده د هاوان سرګلولې، ٦ عدده له چاودېدونکو توکو ډکې شل کيلويي پلاستيکي بوشکې او يوه دهشکه نيول شوي دي.
زلمى ايوبي وايي، چې دغه توکي په يوه کور کې ځاى پرځاى شوي و، خو په تړاو يې تراوسه څوک نه دي نيول شوي.
د هغه په وينا، په دغو عملياتو کې پوليسو او يا هم ملکي وګړيو ته زيان نه دى اوښتى.
وسلوالو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.