کندهار (پژواک ٦ سلواغه ٩٠): د کندهار ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند د حضرت جي بابا په سيمه کې نن غرمه شاوخوا يوه بجه د ماين چاودنه وشوه، خو چا ته په کې زيان نه دى اوښتى.
د کندهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرازق پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودېدونکي توکي په يوه موټرسايکل کې ځاى پر ځاى او د سړک تر غاړې درول شوى و.
هغه زياته کړه، دغه موټر سايکل بم د پوليسو له خوا کشف او سيمه له خلکو خالي شوې وه، خو مخکې له دې چې تخنيکي ټيم دغه ماين شنډ کړي؛ د ريمونټ کنټرول په وسيله وچول شو او چا ته په کې زيان نه دى اوښتى.
د نوموړي په وينا، پوليسو سيمه کلابنده کړې او په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمى ايوبي هم وايي، چې په دې چاودنه کې چا ته زيان نه دى اوښتى.
د دې چاودنې مسووليت تر دغه مهاله چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې ده، چې نن له غرمې مخکې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې ځانمرګى بريد وشو، چې له امله يې ٤٠ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.