کندهار (پژواک ١١ سلواغه ٩٠): د کندهار امنيتي ارګانونو په ځينو عملياتو کې د وسلو يوه زېرمه او دوه وسلوال له وسلو او مهماتو سره ونيول.
د وسلو زېرمه د ملي امنيت د منسوبينو له خوا تېره ورځ ناوخته په سپين بولدک ولسوالۍ کې موندل شوې، چې په اړه يې نن خبريالانو ته معلومات ورکړل شول.
د ملي امنيت رياست يوې سرچينې د سلواغې په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د وسلو زېرمه د يادې ولسوالۍ اړوند سيمه کې له پاکستان هېواد سره په صفر نقطه کې نيول شوې ده.
هغه زياته کړه، د وسلو په دې زېرمه کې ١٧ ميله کلاشينکوفونه، ١٧ ميله تومانچې، ١٩ ميله بېلابېل ټوپکونه، ١٠٠٠ دانې د پيکا مرمۍ، ٣٠٠٠ نورې بېلابېلې مرمۍ، ٥٠ شاجورونه او ١٩ عدده دوربينونه شامل دي.
د ملي امنيت دغې سرچيني وويل، چې له نيول شوو توکو سره په تړاو څوک نه دي نيول شوي، خو دوى هڅه کوي، چې د دغو وسلو راوړونکي او خوندي کوونکي ونيسي.
دغه راز پوليسو تېره ورځ د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ په حوض مدد سيمه کې دوه وسلوال طالبان له يو شمېر وسلو او مهماتو سره نيولي دي.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پوليسو په ياده سيمه کې ګزمه کوله، چې پر مهال يې دوه تنه له يوه موټر سايکل، يو ميل کلاشينکوف او يو ميل تومانچې سره يو ځاى ونيول شول.
هغه وويل، پوليسو دغه راز په ميوند ولسوالۍ کې هم عمليات کړي او له چاودېدونکو توکو ډکې ٤ بوشکې يې ترلاسه کړې، چې د نوموړې ولسوالۍ د سپوزو کلي د يوه سړک پر غاړه ځاى پر ځاى شوې وې.
د ولايت د مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې امنيتي ارګانونو په کندهار کې خپل فعاليتونه ډېر کړي، تر څو د وسلوالو مخالفينو د کړنو مخه ونيول شي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.