کندهار (پژواک ١٩ سلواغه ٩٠): د کندهار ولايت د پوهنې رياست له خوا د کندهار ښار ختيځ لوري ته په عينو مېنه کې د احمد ولي کرزي په نوم د ديني زده کړو يو دارالعلوم پرانيستل شو.
د دغه ولايت د پوهنې رييس نجيب الله مجددي د سلواغې په ١٩مه د دارالعلوم د پرانيستنې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د احمدولي کرزي په نوم د ديني زده کړو دغه دارالعلوم په پنځه جريبه ځمکه کې، د يو ميليون امريکايي ډالرو په ارزښت د څلورو کلونو په موده کې جوړ شوى دى.
هغه زياته کړه، دغه ودانۍ په دوه پوړه کې جوړه شوې او دوه ساختمانه لري، چې يو يې ليليه، جومات، د خوړنځى او په بل کې يې درسي خونې دي.
د نوموړي په وينا، په دغې ديني مدرسه کې شاوخوا ٦٧٠ زده کوونکي (نجونې او هلکان) له ٢١ مجربو ښوونکو څخه ديني زده کړې ترلاسه کوي، چې ١٢٠ يې نجونې دي.
مجددي خبر ورکړ، چې په نزدې راتلونکي کې به دغه دارالعلوم يوه سمباله ليليه هم ولري، تر څو هغه طالب العلمان، چې له لرې سيمو راځي، د زده کړې ترڅنګ د شپې له پلوه هم و اوسېږي.
د احمد ولي کرزي په نوم د دغه دارالعلوم مشر مولوي فتح محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې مدرسه کې د قران کريم د تجويد، حفظ او نورو ديني زده کړو ترڅنګ تر اوم ټولګي پورې د ښوونځي عصري مضمونونه هم تدريسېږي.
هغه وويل، په دې ديني مدرسه کې زده کوونکو ته د نويو معيارونو له مخې زده کړې ورکول کېږي، تر څو خلک اړ نه شي خپل ماشومان د ديني زده کړو لپاره ګاونډيو هېوادونو ته ولېږي.
د نجيبې په نوم يوې ١١ کلنې نجلۍ، چې دلته د قران کريم حفظ کوي وايي، چې تر دغه مهاله يې يوه سيپاره قران شريف ياد کړى او ښوونکي ورته په ښه بڼه درس ښيي.
په کندهار کې د ديني زده کړو د معياري مرکزونو د نشتوالي له امله ګڼ وګړي خپل اولادونه ګاونډي هېواد پاکستان ته د ديني زده کړو په موخه لېږي، خو چارواکي وايي، چې دغو زده کوونکو ته په هماغه هېواد کې غلط ذهنيت ورکول کېږي او په دغه هېواد کې جګړو او ځانمرګو بريدونو ته هڅول کېږي.
د کندهار ولايت اوسېدونکي وايي، چې که دلته د ديني زده کړو پرمختللي او عصري مرکزونه جوړ شي، نو هغوى خپل اولادونه پاکستان او يا نورو هېوادونو ته نه لېږي.
په کندهار کې تر دې وړاندې د ديني زده کړو ١٨ مدرسې موجودې وې، چې د اوسني هغې په جوړېدو سره يې شمېر ١٩ ته لوړ شو.