کندهار (پژواک ١٩ سلواغه ٩٠): په سوېل کې د نړيوال سره صليب مسوول وايي، چې د سوېلي زون په کچه په جګړو کې د ټپيانو په شمېر کې کمښت راغلى او دا د دې څرګندويي کوي، چې په لرې پرتو سيمو کې امنيت ښه شوى دى.
دغه څرګندونې په سوېل کې د ICRC مشر ډنېل کاوولي نن د سلواغې په ١٩مه د کندهار له والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا سره په ليدنه کې وکړې.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې ليدنه کې د سره صليب د نړيوالې کمېټې مرستيال جولين ليزيسون هم شامل و او پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې.
ډنېل کاوولي په دې ليدنه کې وويل، چې په دې وروستيو کې د سوېلې حوزې په کچه د جګړو له امله دوى ته د ټپيانو د ور وړلو کچه ټيټه شوې ده.
د سره صليب نړيواله کمېټه د کندهار له ميرويس روغتون سره، چې د حوزې په کچه ورته د جګړو ټپيان او نور ناروغان د درملنې لپاره ور وړل کېږي، د ټپيانو د درملنې او په نورو برخو کې ګډ کار او مرسته کوي.
کاوولي زياته کړه: ((موږ ته له ولسواليو او لرې پرتو سيمو څخه د جګړو له امله د لږو ټپيانو راوړل کېدل ښيي، چې دلته امنيتي وضعيت ښه شوى او جګړه ييزې پېښې کمې شوې دي.))
د نوموړي په وينا، تر دې وړاندې به هره ورځ له بېلابېلو ولايتونو او ولسواليو د جګړو ټپيان ور وړل کېدل، چې اوس په دې کچه کې د پام وړ کمښت راغلى دى.
په سوېل کې د سره صليب د نړيوالې کمېټې مرستيال جولين ليزيسون بيا په ميرويس روغتون کې د OPD يا سراپا ناروغانو د درملنې د څانګې لپاره د نوې ودانۍ په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې د ودانۍ جوړولو کار يې يوه سيمه ييز افغاني شرکت ته په ټېکه ورکړى، چې په ښه کيفيت به ډېر ژر جوړه شي.
د هغه په وينا، ميرويس روغتون ته يوازې د کندهار نه، بلکې د زون په کچه ناروغان ور وړل کېږي، چې اوسنۍ ودانۍ ورته بسنه نه شي کولاى.
نوموړي زياته کړه، چې اداره يې په نږدې راتلونکي کې د کندهار په يو شمېر ولسواليو کې د واکسيناسيون پراخ کمپاين پيلوي، چې اړوندې دولتې ادارې به هم ورسره همکارې وي.
د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د جګړو او له همدې امله د ټپيانو کمښت د هغو پراخو عملياتو له مخې وګاڼه، چې دوه کاله وړاندې د اميد او همکارۍ د تدابيري پلان په نومونو په بېلابېلو ولسواليو کې ترسره شول.
هغه زياته کړه، دوه کاله مخکې د کندهار په يو شمېر ولسواليو کې وسلوالو مخالفينو پراخ مرکزونه لرل، چې د حکومت او بهرنيو ځواکونو پر وړاندې يې وسلوال بريدونه کول، خو اوس يې ټول مرکزونه له منځه وړل شوي او امنيتي ځواکونو په کې ځاى پر ځاى شوي دي.
د ده په خبره، د جګړو له امله د ټپيانو د شمېرې کمښت همالته د ښه امنيت او ښې حکومتدارۍ ښکارندويي کوي، چې د حکومت او د ځايي اوسېدونکو لپاره يو ښه خبر کېداى شي.
د نوموړي په وينا، د پخوا په پرتله امنيتي ارګانونه پياوړي او شمېر يې زيات شوى، چې له مخې يې امنيتي ساحه تر لرې پرتو سيمو، ولسواليو او کلو رسېدلې ده.
کندهار د هېواد په کچه د وسلوالو مخالفينو مهم مرکز و، چې له همدې امله په کې جګړې او وسلوال فعاليتونه زيات وو، خو امنيتي چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې يې خپل عمليات ډېر کړي، چې له مخې يې د وسلوالو مخالفينو پټنځايونه له منځه تللي او فعاليتونه يې محدود شوي دي.