ژبه

د ولسمشرکرزي لخوا بښل شوى کم عمره ځانمرګى بيا د بريد په تور ونيول شو

کندهار ( پژواک ٢٣ سلواغه ٩٠ ) : د کندهار د ملي امنيت رياست منسوبينو د دوو کم عمره ځانمرګو په ګډون پنځه وسلوال مخالفين نيولي، چې نن په يوه خبري غونډه کې خبريالانو ته وښودل شول.

د دې ولايت د ملي امنيت رياست يوې سرچينې د سلواغې په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کسان په کندهار ښار او بېلابېلو ولسواليو کې د هغوى په عملياتو کې له وسلو او چاودېدونکو توکو سره يو ځاى نيول شوي دي.

سرچينې زياته کړه، په نيول شويو کسانو کې دوه تنه د ١٢ او ١٣ کلونو عمرلرونکي ماشومان دي، چې د ځانمرګو بريدونو لپاره روزل شوي او درې  نور وسلوال شامل دي، چې د حکومت ضد کړنې يې کولې.

په نيول شويو ځانمرګو بريد کوونکو کې عزيزالله په نوم هغه ځانمرګى هم د دويم ځل لپاره نيول شوى، چې څه موده مخکې په ګردېز کې د بريد کولو پر مهال ژوندى نيول شوى او وروسته د ولسمشر حامد کرزي له لوري خوشې شوى و.

د عزيزالله په نوم دغه ماشوم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې څه موده مخکې يې د ګردېز په يوه ديني مدرسه کې زده کړې کولې او د ادم کوچي په نوم د يوه طالب قوماندان لخوا ځانمرګي بريد ته هڅول شوى و.

هغه زياته کړه: ((ما د ګردېز په يوه ديني مدرسه کې زده کړې کولې، د ادم کوچي په نوم قوماندان زه له ځان سره بوتلم او را ته ويې ويل، چې تا ته واسکټ درکوو، پر سړک به کښېني او پر امريکايانو به ځانمرګى بريد وکړې، کله چې ته بريد وکړې، په تا به هيڅ هم نه کېږي يواځې يوه ګوته به دې پرې شي.))

د نوموړي په وينا، ده همداسې وکړل، د ګردېز پر يوه سړک د امريکايانو د راتلو په انتظار کښېناست او نور طالبان چېرې پټ شول، خو کله چې هغه بريد ته ځان جوړاوه، د بهرنيو ځواکونو لخوا وپېژندل شو او تر نيول کېدو وروسته امنيه قوماندانۍ ته يووړل شو، چې وروسته هغوى کابل ته ولېږداوه.

دى وايي، د کابل په يوه زندان کې تر شلو شپو تېرولو وروسته ولسمشر کرزي ته وروستل شو، چې د هغه لخوا خوشې او د ماشومانو روزنځاى ته يووړل شو، خو هلته د ددوو نورو هلکانو سره يو ځاى و تښتېد او تر تښتېدلو وروسته سپين بولدک ولسوالۍ ته راغى او دلته د دوو طالبانو متين او ګل محمد لخوا بيا روزنه ورکړل شوه.

د ده په خبره، چې د دويم ځل لپاره يې د بريد پلان درلود، چې د سپين بولدک په نوي کلي کې د پوليسو لخوا ونيول شو.

د نصيب الله په نوم نيول شوي ١٢ کلن ځانمرګي بريد کوونکي هم پژواک خبري اژانس ته خپله کيسه داسې وکړه: ((زما نوم نصيب الله دى، د کوېټې په پښين ښار کې د مولوي نور محمد په مدرسه کې مې زده کړې کولې، د جمعې شپه وه، د قاري صالح محمد په نوم زموږ يوه استاد راته وويل، چې راځه چمن ته لاړ شو، ما ورته وويل، چې ما له کور څخه اجازه نه ده اخيستې، خو هغه زه په زور موټر ته پورته کړم او چمن ته يې بوتلم.))

دى وايي، په چمن کې يې د همت نومي تن سره شپه تېره کړه او په سبا يې سپين بولدک ولسوالۍ ته راووست او جانان نومي تن ته يې وسپاره او هغه د ميوند ولسوالۍ تېمور بند سيمې ته راووست او هلته يې د طالبانو يوې ١٥ کسيزې ډلې ته وسپاره.

ده  وويل: ((هغو طالبانو ما ته ماشين راکړ او په لښتو يې وهلم، چې ډز وکړه، کله چې به مې ډز کاوه، نو سخت وېرېدلم، هغوى ما ته وويل، چې ته به فدايي کوې، تا ته به ثقيل درکوو اول به پر خارجيانو ډزې کوې او وروسته به بيا ځان پټاو کړې.))

د ده په خبره، دغو کسانو هغه سړک ته راووست او په خپله په واسکټ پسې لاړل، خو دغه مهال پوليس راغلل او هغه ورته خپله کيسه وکړه، چې د هغوى لخوا ونيول شو.

د ملي امنيت د منسوبينو لخوا نيول شويو درېيو تنو هر يو محمد لعل، محمد طاهر او عبدالکريم هم په ورته توګه په خپلو اعترافاتو کې ومنله، چې د حکومت د وسلوالو مخالفينو سره يې کار کاوه.

دغو کسانو په خپلو خبرو کې له حکومت څخه د بښنې غوښتنه کوله او ويل يې، چې هغوى تېروتلي و .

د کندهار د ملي امنيت رياست تر دې مخکې هم ګڼ شمېر کسان د حکومت پر ضد د وسلوالوکړنو، چاودنو او ځانمرګو بريدونو په تړاو نيولي دي.

ورته موضوع