کندهارښار ( پژواک د کب لومړۍ نېټه ٩٠ ) : د کندهار په ځانمرګي بريد کې چې نن له غرمې مخکې وشو، يو تن وژل شوى او څلورنور ټپيان دي.
دا ځانمرګى بريد نن د ) کب په لومړۍ نېټه ( د سهار په شاوخوا لسو بجو د کندهار ښار پر څلورمې امنيتي حوزې وشو.
له چاودنې وروسته لوګي او ګردونه پورته شول، د پېښې شاوخوا سيمه د امنيتي ځواکونو لخوا کلابنده شوې ده .
د کندهار د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ځانمرګى بريد له يوه کرولا موټر څخه په استفادې ترسره شوى دى.
هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې يو پوليس وژل شوى، يو پوليس او درې عام وګړي ټپيان شوي دي.
د کندهار د ميروييس روغتون يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته څلور ټپيان ور وړل شوي او روغتيايي حالت يې ښه دى.
ددې ځانمرګي بريد له امله د څلورمې امنيتي حوزې مخې ته ولاړ سيمټي موانع غورځېدلي او ودانۍ يې هم زيانمنه شوې ده.
په همدې ساحه کې د ځانمرګي بريد کوونکي ټوټه ټوټه شوى جسد او ويجاړ شوى کرولا موټر هم پروت دى.
د پېښې ځاى ته نږدې يو شمېر کورونه هم زيانمن شوي دي.
د عبدالواسع په نامه دسيمې يو تن اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه ډېره زوروره وه او ددوى د کور ټولې هندارې يې ماتې کړې دي.
هغه زياته کړه : (( له چاودنې وروسته کله چې له کوره ووتلم، نو د پوليسو له ماموريت سره مې ځينې ټپيان وليدل. ))
د څلورمې امنيتي حوزې ماموريت د ولايت مقام په يو کيلو متر ۍ کې موقعيت لري.
د يادونې ده ،چې پنځلس ورځې مخکې ( د سلواغې په ١٦مه، ) د کندهار ښار د شهيدانو په څلور لاري کې هم ځانمرګى بريد شوى و.
په دې بريد کې ٥ پوليس او ٢ ملکي وګړي، چې يو يې ماشوم و، ووژل شول او ١٩ تنه نور ټپيان شول، چې پکې د ٣ ماشومانو او ٢ مېرمنو په ګډون ١٣ تنه ملکي وګړي او ٦ تنه نور يې پوليس وو.
وسلوالو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .