ژبه

د کندهار ښار په چاودنه کې د ملي امنيت درېيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتي

کندهار ښار (پژواک ٢٤ کب ٩٠): د کندهار چارواکي وايي، چې د کندهار ښار په دويمه ناحيه کې د نننۍ چاودنې له امله د ملي امنيت يو سرتېرى وژل شوى او د يوه ملکي وګړي په ګډون درې تنه نور ټپيان دي.

د کندهار د ولايت مطبوعاتي مسوول زلمي ايوبي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه نن غرمه ١٢ نيمې بجې د کندهار ښار د دويمې ناحيې اړوند په هرات بازار کې رامنځ ته شوه.

د هغه په وينا، په دې چاودنې کې د کندهار د ملي امنيت يو کار کوونکى وژل شوى او  يو ملکي وګړى او د ملي امنيت دوه سرتېري ټپيان شوي دي.

نوموړي وويل، چې دغه چاودنه د يوه موټرسايکل بم په وسيله شوې هغه مهال رامنځته شوه، چې د ملي امنيت کارکوونکو د دغه موټرسايکل له نيولو وروسته د شاوخوا سيمې امنيت نيولى و.

 د ايوبي په خبره، چې دغه موټرسايکل بم د ريموټ کنټرول له لارې چاودېدلى دى.

د ده په وينا، دا چاودنه داسې مهال رامنځ ته شوه، چې د پنجوايي پېښې په اړه کندهار ته راغلي پلاوي د چاودنې سيمې ته څېرمه په الجديد مارکېټ د پنجوايي له قومي مشرانو او د پېښې د قربانيانو له غړو سره پر خبرو بوخت وو.

نوموړي وويل، چې د دې پېښې له امله ورغلي پلاوي، قومي مشرانو او د قربانيانو د کورنيو غړو ته زيان نه دى اوښتى.

درې ورځې مخکې يوه امريکايي سرتېري د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د زنګ اباد په سيمه کې په څلورو کورونو کې شپاړس ملکي وګړي و وژل او پنځه نور يې ټپيان کړل.

د کندهار ښار د هرات بازار په الجديد مارکېټ کې يوه دوکاندار محمدسليم پژواک اژانس ته وويل، چې چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې کله د ملي امنيت سرتېرو يو موټرسايکل په نښه کړى و او خلک يې نږدې نه ور پرېښودل.

هغه هم زياته کړه، چې په چاودنه کې د ملي امنيت يو سرتېرى وژل شوى او دوه ټپيان دي.

د يادونې ده، چې تېره ورځ هم له مرکز کابل څخه د پنجوايي پېښې د څېړلو په موخه پر ورغلي پلاوي وسلوال بريد شوى و، چې له امله يې د سيمې دوه ملکي وګړي ټپي شول او نور چا ته په کې زيان نه و اوښتى.

ورته موضوع