ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مزار کې ((د خپلواکۍ پسرلى)) مشاعره ترسره شوه

21 Mar 2012 - 17:26
21 Mar 2012 - 17:26

مزارشريف (پژواك ٢ ورى ۹۱): په مزارشريف كې د نوروز جشن په ترڅ كې د پسرلي په وياړ د ((د خپلواكۍ پسرلى)) تر نامه لاندې د پښتنو او دري ژبو شاعرانو ګډه مشاعره وشوه.

 دغه مشاعره چې د وري په ٢مه، د بلخ ولايت مقام له خوا جوړه شوې وه، په كې شپږو پښتنو او شپږو دري ژبو شاعرانو ته د ښه شعر ويلو په بدل كې نغدي جايزې او د مشاعرې ګډونوالو ته ايوارډونه وركړل شول.

 د دغې مشاعرې تنظيموونكي او د بلخ ولايت تخنيكي او سكتوري څانګې مسوول ذبيح الله اختري پژواك خبري اژانس ته وويل، چې له دې مشاعرې څخه موخه په بلخ ولايت كې د پښتو او دري ژبو د فرهنګي هڅو نږديوالى و.

 نوموړي زياته كړه، چې په مشاعره كې د بلخ د لسګونو پښتنو او دري ژبو شاعرانو تر څنګ د دغه ولايت يو شمېر دولتي چارواكو هم برخه اخيستې وه.

 د هغه په وينا، د مشاعرې په ترڅ كې د ټاكل شويو څارونكو له خوا د شپږو پښتو او شپږو دري غوره شعرونو شاعرانو ته نغدي جايزې وركړل شوې.

 اختري وويل، چې سربېره پر دې د مشاعرې هر ګډونوال شاعر د ولايت مقام له خوا په ايوارډ هم ونازول شو.

 په مشاعره كې د لومړي پښتو ښه شعر ويونكي شاعر عبدالله خاكسار پژواك ته وويل، چې له تېرو لسو كلونو راهيسې دا لومړى ځل دى، چې په دغه ولايت كې د پښتو او دري ژبو شاعرانو ګډه مشاعره كې برخه اخلي.

 نوموړي زياته كړه، چې په خپل شعر خوښ دى چې غوره شو؛ خو هيله وښوده، چې كه چېرې ورته مشاعرې هر كال جوړې شي؛ نو د پښتو او دري ژبو د فرهنګيانو د نږدې والي لامل به شي.

 د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس او د همدې مشاعرې د دري شعرونو څارونكي او غوره كوونكي صالح محمد خليق پژواك ته وويل، چې د مشاعرې د دري شعرونو څار د اطلاعات او فرهنګ رياست په مرسته او د پښتو شعرونو څار په دغه ولايت كې د پښتو ژبې فرهنګي مركز (بلخ ادبي خوځښت) له خوا كېده.

 نوموړي زياته كړه، چې ورته مشاعرې به يادې خويندې ژبې له يو بل سره غاړه غړۍ كړي او شاعران به يې يو بل ته لاپسې نږدې شي.

 خليق وويل، چې دوى له تېرو درې كلونو راهيسې په دغه ولايت كې د ټولو ژبو د شاعرانو د ګډې مشاعرې هڅه كوي، چې تېر كال يې د شيرشكر شاعري (پښتو دري ګډ شعر) مشاعره جوړه كړې وه.

Views: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version