ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې يو غږ د سولې لپاره مشاعره جوړه شوه

ننګرهار کې يو غږ د سولې لپاره مشاعره جوړه شوه

author avatar
7 Feb 2021 - 18:06
ننګرهار کې يو غږ د سولې لپاره مشاعره جوړه شوه
author avatar
7 Feb 2021 - 18:06

جلال اباد (پژواک،۱۹ سلواغه ۹۹): ننګرهار کې د يو غږ د سولې لپاره مشاعره وشوه چې په کې د دغه ولايت ګڼو نارينه او ښځينه شاعرانو د سولې په تړاو خپل شعرونه د مشاعرې ګډونوالو ته وړاندې کړل.

د مشاعرې تنظيموونکي وايي، مشاعره کې يې پنځو تنو د غوره شعر ويونکو ته ۱۵زره افغانۍ نغدي جايزې هم ورکړې.

مشاعره د سلواغې په ۱۹مه ننګرهار کې د همېشه بهار ادبي بهير له لوري جوړه شوې وه.

د دغه بهير مشر اتل خان ستانکزی وايي، له مشاعرې يې موخه د سولې لپاره د ولس غږ د شاعرانو په ژبه پورته کول دي.

دی وايي، مشاعره کې د ختيځو ولايتونو ګڼو ځوانو ښځينه او نارينه شاعرانو برخه اخيستې وه چې پنځو غوره شاعرانو ته يې نغدي جايزې هم ورکړل شوې.

مدني فعال عبداللطيف واحدي وايي، له نننۍ مشاعرې معلومه شوه چې افغان ځوانان د سولې تږي دي او نور د جګړو بندېده غواړي، ځکه هر يوه يې طالبانو ته د سولې او اوربند خبرې په خپلو شعرونو کې بيان کړې دي.

شاعر او ليکوال شفيع الله تاند وويل، دا ډول مشاعرې کولی شي طالبانو ته د ولس درد او د سولې په اړه د دوی تنده ورته بيان کړي.

په دې وروستيو کې چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې تودې شوي، د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د سولې په ملاتړ ګڼې غونډې او مشاعرې ترسره شوې دي.

Views: 16

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.