ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې اور لګېدنې زيات مالي زيانونه اړولي دي

په کابل کې اور لګېدنې زيات مالي زيانونه اړولي دي

author avatar
26 Mar 2012 - 11:48
په کابل کې اور لګېدنې زيات مالي زيانونه اړولي دي
author avatar
26 Mar 2012 - 11:48

کابل ښار (پژواک ٧ ورى ٩١): د کابل ښار د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند د سنګ تراشۍ په سيمه کې د اورلګېدنې له امله، تجارانو ته سلګونه زره ډالره مالي زيان اوښتى دى.

د کابل ښار د اور وژنې مدير سمونوال محمدکاظم نن (د وري ٧مه) پژواک ته وويل، چې دا اورلګېدنه تېره شپه شاوخوا لس باندې لس بجې پيل او د اور وژنې موظفين له پنځو دقيقو څخه وروسته سيمې ته رسېدلي او اور يې کنټرول کړى دى.

هغه زياته کړه، چې اورلګېدنه د تعميراتي توکو په يوه سراى کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله رامنځته شو او يوازې مالي زيانونه يې اړولي دي.

هغه د دغو زيانونو د اندازې په اړه څه ونه ويل، خو يو شمېر هغو پلورونکو او تجارانو، چې مالونه يې په ياده پېښه کې سوځېدلي وايي، چې د اورلګېدنې له امله زيان به سلګونه زره ډالرو ته ورسېږي.

د سيمې يو هټۍ وال حاجي نثاراحمد ادعا کوي، چې دى په ياده پېښه کې شاوخوا ٥٠زره ډالره زيانمن شوى دى.

ياد هټۍ وال وويل: ((په سراى کې مې د سل زره امريکايي ډالرو په ارزښت خوراکي توکي درلودل، نو اوس چې ګورم نيم يې سوځېدلي دي.))

د هغه په وينا، په دوکان کې خوراکي توکي لکه غيرالکولي نوشابې، مکروني او نور توکي له منځه تللي دي.

د پژواک خبريال نن له غرمې مخکې له سيمې څخه راپور ورکړ، چې دمګړۍ اور مړ شوى او د اور له ځاى څخه يواځې لوګي پورته کېږي.

د سيمې خلکو د اور وژنې د موظفينو له عاجل فعاليت څخه قدرداني کړې او وايي، چې د اور سرعت ډېر زيات و او د ځنډ په صورت کې يې د نږدې کورونو د سوځېدو ډار وېره هم موجوده وه.

دا په داسې حال کې ده، چې د اور وژنې عمومي رياست وايي، چې د ١٣٩٠کال په ترڅ کې څه باندې ١٤٠کسان د اورلګېدنې او د ګاز ډبو د چاودنو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

د اور وژنې د رييس پاسوال عبدالفتاح فروغ په وينا، ډېرى پېښې په کابل، هرات او ننګرهار کې رامنځه شوې او دا ټولې پېښې څه باندې ٨٠٠ميليونه افغانۍ مالي زيانونه اړولي دي.

هغه زياته کړه، چې د اور وژنې پوليس د وسايلو او تجهيزاتو د کموالي په صورت کې هم توانېدلي، چې د څه باندې درې نيم ميليارده عامه او دولتي شتمنۍ له اور څخه وژغوري.

فروغ زياته کړه، چې مرسته کوونکو هېوادونو د ٢٩عصري وسايطو د مرستې ژمنه کړې ده، چې په دغو وسايطو کې به امبولانس، روغتايي مرکزونه او ګرځنده اداره او د اوبو د شيندلو موټرونه شامل وي، چې د اور په کنټرولو او له طبيعي او غير طبيعي افاتو سره په مبارزې کې به اغېزمن واقع شي.

د نوموړي په وينا، د اور وژنې اوسنى رياست نه شي کولاى، هغه اور کنټرول کړي، چې له دريو پوړو څخه زياته ساحه کې رامنځته شوى وي، خو د وسايلو او تجهيزاتو په راسېدلو سره به ياد ځواک د څه باندې لس پوړه په ساحه کې د اور د کنټرول توان پيدا کړي.

د يادونې ده، چې پېښو ته د رسېدنې ځانګړې قوه او د اور وژنې رياست به ډېر ژر طبيعي او غير طبيعي پېښو ته د مبارزې په موخه خپل کار پيل کړي.

ياد ځواک دنده لري څو طبيعي پېښو ته لکه زلزله، برفکوچ، سېلاب، د اوبو زياتېدل، د الوتکې سقوط او ترافيکي پېښو ته ځان ورسوي.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.