کابل (پژواک ٢١ ورى ٩١): ولسي جرګې د سږني کال لپاره د دولت بودجه د ولايتونو ترمنځ د انډول په پام کې د نه نيولو، د کابل بانک د ستونزې او ځينو نورو دلايلو له امله د دويم ځل لپاره رد کړه.
د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې له ١٣٣ حاضر وکيلانو څخه ٦٢ تنو يې مخالف، ٤٨ تنو موافق، ٦ تنو سپين (ممتنع) کارتونه پورته کړل؛ خو پاتې شمېر وکيلانو هېڅ کارت پورته نه کړ.
په ولسي جرګه کې د بغلان د ولايت استازي محمد عظيم محسني پژواک خبري اژانس ته وويل، د روان کال بودجه ځکه د دويم ځل لپاره رد شوه، چې بيا هم د تېر په څېر د ولايتونو ترمنځ انډول په پام کې نه و نيول شوى.
هغه زياته کړه، چې کابل بانک ته بايد په بودجه کې پيسې په پام کې ونه نيول شي، ځکه د ده په وينا، دغه بانک د خلکو شتمنۍ چور او تالان کړې دي.
کابل بانک تېر کال د ناقانونو پورونو او ناسم مديريت له امله له بحران سره مخ شو. دغه بانک وورسته د افغانستان بانک تر خپل کنټرول لاندې راوست او اوس د دولت په چوکاټ کې د (نوي کابل بانک) تر نوم لاندې فعاليت لري.
کابل بانک شاوخوا ٩١٠ ميليون ډالره قرض ورکړى و او تراوسه هم د دغه بانک پور اخيستونکو د پور ټولې پيسې دغه بانک ته نه دي ورکړې.
محسني زياته کړه، دا چې د ولسي جرګې غړو نن بيا هم د دويم ځل لپاره بودجه رد کړه، لامل يې دادى چې په بودجه کې چې کوم زياتوالى راوړل شوى، هغه يې د بودجې په جدول نه و درج کړى، بلکې په يوه اضافي پاڼه کې ليکل شوى و.
خو په ولسي جرګه کې د پکتيا د ولايت استازي کمال ناصر اصولي، د دويم ځل لپاره د بودجې ردول يو سياسي حرکت وباله او زياته يې کړه، چې بايد دا ځل بودجه تصويب شوې واى، ځکه د بودجې رد د ټولو پراختيايي کارونو د ځنډ لامل ګرځي.
د ولسي جرګې د مالي او بودجې د کمېسيون مشر اميرخان يار وايي، بودجه بايد نه واى رد شوې، ځکه د ماليې وزارت له دې زيات امکانات نه لري.
نوموړي زياته کړه، د مالي او بودجې کمېسيون هم نيوکې لري، خو رد يې ځکه ګټه نه لري چې بودجه د تقاضا پربنسټ نه، بلکې د امکاناتو پر اساس جوړه شوې ده.
د ماليې وزارت د ماليې، بودجې او لګښتونو په قانون کې د تعديل له مخې، د ١٣٩١ کال د نهو مياشتو لپاره ١٣٤،٣ ميليارده افغانۍ عادي او ١١٠ ميليارده افغانۍ پراختيايي بودجه په پام کې نيولې وه.
خو کله چې د ولسي جرګې له لوري په لومړي ځل (د تېر کال د کب مياشتې ٢٨مه) بودجه رد شوه، ١٣٤ ميليون افغانۍ په عادي بودجه او ١٢٥ ميليون افغانۍ په پراختيايي بودجه کې ډېروالى راوستل شو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن