ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سروبي ولسوالۍ امنيتي مسووليت افغان ځواکونو ته وسپارل شو

12 Apr 2012 - 15:44
12 Apr 2012 - 15:44

کابل (پژواک ٢٤ ورى ٩١): د کابل سروبي ولسوالۍ، چې د امنيتي ستونزو له امله د امنيتي مسووليتونو د لېږد په پروسه کې نه وه شامله، نن رسماً په دې پروسه کې شامله شوه.

له بهرنيو ځواکونو نه افغانانو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد د پروسې لومړى پړاو د ١٣٩٠کال د چنګاښ په مياشت کې له باميان ولايت نه پيل او وروسته له سروبي ولسوالۍ پرته د کابل او پنجشېر ولايتونو او بيا د مهترلام، لښکرګاه، هرات او مزار شريف ښارونو کې ترسره شو.

دويم پړاو د هماغه کال د ليندۍ په لسمه له پروان ولايت نه پيل او د څه باندې ١٥ ولايتونو په مرکزونو او ولسواليو کې پلى شو، خو سروبي ولسوالۍ تر اوسه په دې پروسه کې نه شامله شوې، چې بالاخره نن په دې پروسه کې شامله شوه.

د مرکزي زون د ٢٠١ سېلاب قول اردو د درېيمې لوا قوماندان بريد جنرال نظرمحمد نن (د وري ٢٤مه) د مسؤوليت د لېږد په مراسمو کې وويل، چې سروبي د لېږد په لومړي پړاو کې شامله وه، خو افغان ځواکونو هغه مهال بشپړ چمتووالى نه درلود، چې له بهرنيو ځواکونو امنيتي مسؤوليت پر غاړه واخلي.

هغه زياته کړه، چې افغان ځواکونو له يوه کال راهيسې په دې ولسوالۍ کې خپلواک عمليات ترسره کول او فرانسوي ځواکونو يواځې په ځينو وختونو کې تخنيکي همکاري کوله، اوس چې امنيتي وضعيت ښه شوى،افغان ځواکونه کولى شي امنيتي چارې په يواځې سر پر مخ بوځي.

نوموړي وويل: “اوس د افغان ځواکونو وړتيا دې حد ته رسېدلې ده، چې کولى شو امنيت په يواځې ځان ټينګ کړو.”

د کابل والي احمدالله عليزي په دغو مراسمو کې وويل، چې افغان امنيتي ځواکونو ښې وړتياوې ترلاسه کړې او کولى شي امنيتي چارې په يواځې سر پرمخ بوځي.

په هغو ځايونو کې، چې مسووليت يې افغان ځواکونو اخيستى دى، امنيت يې ښه شوى دى.

هغه له فرانسوي ځواکونو وغوښتل، څو افغان ځواکونه د تخنيکي وسايل له اړخه سمبال کړي.

په سروبي کې د فرانسوي ځواکونو قوماندان جنرال پلاسېټ Palasset پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دوى ځواکونه به تر ٢٠١٤ کاله په افغانستان کې وي، خو له هغه وروسته به يې دنده تر ډېره د افغان ځواکونو په ښوونه او روزنه تمرکز ولري.

همدارنګه په کابل کې د فرانسې سفير برنارډ بژوليت (Bernard Bajolet) په دغو مراسمو کې، چې په سروبي کې د ايساف د فرانسوي ځواکونو په پوځي غونډ کې ترسره شول وويل، چې امنيت په اسانۍ نه دى ټينګ شوى، د افغان ځواکونو سربېره فرانسې هم تر اوسه په دې ولسوالۍ کې خپل ٢٤ سرتېري له لاسه ورکړي دي.

هغه زياته کړه، چې اوس امنيت ټينګ دى او نن امنيتي مسؤوليتونه له فرانسوي ځواکونو نه رسماً افغانانو ته وسپارل شول.

د فرانسې سفير زياته کړه، چې د مسؤوليت سپارل د فرانسې د کار پاى نه دى، بلکې يو نوى پړاو دى، له ٢٠١٤ کال وروسته چې امنيتي چارې په بشپړه توګه افغان ځواکونو ته سپارل کېږي، يو شمېر فرانسوي سلاکاران به د افغان ځواکونو د روزنې لپاره پاتې شي.

فرانسه په افغانستان کې څه باندې ٣٤٠٠ سرتېري لري، چې په تېرو لسو کلونو کې يې ٨٠ سرتېري په افغانستان کې وژل شوي دي.

د يادونې ده، چې ولسمشر کرزي نن د ناټو له عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن سره په يوه ګډه خبري غونډه کې وويل، چې دواړو خواوو د امنيتي مسووليتونو د لېږد په اړه خبرې وکړې او ټاکل شوې، چې د امنيت د لېږد درېيم پړاو ډېر ژر اعلان شي.

حامد کرزي زياته کړه، چې د لېږد پروسه تر ٢٠١٤ کاله په بشپړ ډول پاى ته رسېږي او بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي.

همدارنګه راسموسن وويل، چې اوسمهال د افغان ځواکونو وړتيا زياته شوې او ناټو ژمنه کوي، چې دغه وړتيا به لاپسې زياته کړي.

هغه زياته کړه، چې ناټو له ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان او افغان ځواکونو سره خپلو همکاريو ته دوام ورکوي.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version