ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سروبي کې څه باندې سل هکتاره ځمکه له کوکنارو پاکه شوه

په سروبي کې څه باندې سل هکتاره ځمکه له کوکنارو پاکه شوه

author avatar
20 May 2012 - 14:49
په سروبي کې څه باندې سل هکتاره ځمکه له کوکنارو پاکه شوه
author avatar
20 May 2012 - 14:49

کابل ښار(پژواک ٣١ غويى ٣١مه ٩١): پوليسو په سروبي ولسوالۍ کې څه باندې سل هکتاره ځمکه له کوکنارو پاکه کړه او په کابل ښار کې يې د نشه يي توکو د قاچاق په تور ٤٦ تنه ونيول.

هغه خبرپاڼه،چې نن(دغويي ٣١مه) د کابل ١٠١ اسمايي زون د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې کاږي،چې ياده ځمکه د همدې زون د پوليسو لخوا له دوو او نيو څخه په لږ موده کې د کابل د سروبي ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې له کوکنارو پاکه شوې ده.                     

د سرچينې په وينا، دا عمليات دغويي ١٦مه له نشه يي توکو سره د مبارزې ادارې په همغږۍ په دې ولسوالۍ کې پيل شوي اوجريان لري.

سرچينې په دې اړه،چې په سروبي ولسوالۍ کې نوره څومره ځمکه کې کوکنار پاتې دي او د کښت لامل يې څه دى؟ څه ونه ويل، خو په ډاګه يې کړه،چې دا عمليات به د کوکنارو د ټولو کروندو تر پاکولو پورې دوام ومومي.

له نشه يي توکو سره دمبارزي وزارت وياند وايي، چې کوکنار ډېرى په هغو سيمو کې،چې د حکومت کنټرول هلته کمزورى دى، کرل کېږي، خو په روان کال کې د کرل شويو کوکنارو د کچې په اړه کومه شمېره نه ده ښودل شوې.

سروبي دکابل ولايت يواځينۍ ولسوالۍ وه،چې د امنيتي ستونزو له امله يې لس مياشتې وروسته له بهرنيو ځواکونو څخه افغان امنيتي ځواکونو ته امنيت وسپارل شو .

د کابل په ډيرو ولسواليو کې د امنيتي مسووليتونو لېږد د تيرکال په چنګاښ مياشت کې په لومړي پړاو کې ترسره شو، خو سروبي ولسوالۍ د روان کال د وري په ٢٤مه په رسمې توګه په دې پروسه کې شامله شوه.

همداراز د کابل ١٠١ اسمايي زون په خبرپاڼه کې راغلي ، چې ددې زون له نشه يي توکو سره د مبارزې عمومي مديريت ، دتېرې يوې مياشتې په ترڅ کې ،څه باندې ٩ کيلوګرامه هيرويين، ٨٣کيلو ګرامه چرس او سل بوتله الکولي مشروبات د مختلفو عملياتو په ترڅ کې دکابل ښار له مربوطاتو څخه ترلاسه کړي  او ددې پېښو په تړاو يې ٤٦ کسان نيولي دي.

سرچېنې زياته کړه،چې دعملياتو په ترڅ کې ٢٨ موبايلونه، درې موټر او يوه اندازه پېسې هم ترلاسه شوې دي.

د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو سره د مبارزې  او دجرمونو د کنټرول ادارې (UNODC) دتېرکال د راپور له مخې، دې ته په پام سره ،چې دنړې دکوکنارو کروندې د طبيعي پېښو له امله زيانمنې شوي  ، افغانستان دنړۍ ٩٠ سلنه کوکنار توليد کړي و، په داسې حال کې چې له دې څخه يوکال وړاندې يې د نړۍ ٨٢ سلنه کوکنار توليد کړي و.

Views: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.