کندهار(پژواک ٢٤ ورى ٩١): دکندهار امنيتي چارواکي وايي،چې روانه اونۍ يې په کندهار ښار او ولسواليوکې دچاودېدونکو توکو او وسلو ترڅنګ ٣٢ وسلوال او په جنايي کړنو تون کسان نيولي دي.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي نن د ولايت مقام د رسنيو په مرکز کې اونيزې امنيتي خبري غونډې ته وويل، چې په نيول شوو کې ١٦ وسلوال مخالفين دي، چې له وسلو او مهماتو سره نيول شوي دي.
هغه زياته کړه، د نيول شويو په ډله کې يو ځانمرګى بريد کوونکى هم شامل دى، چې د چاوېدوکو توکو له ډک واسکټ او موټرسايکل سره يوځاى نيول شوى، دغه راز د عملياتو پر مهال پنځه وسلوال مخالفين وژل شوي هم دي.
د نوموړي په وينا، روانه اونۍ په کندهار ښار او ولسواليو کې په جنايي مجرمونو تورن ١٦ تنه هم نيول شوي، چې له دې ډلې ٦ يې سړي تښتوونکي دي او د عصمت الله په نوم يو دوولس کلن ماشوم هم د هغوى له بنده راخلاص شوى دى.
دى وايي،په ترسره شوو عملياتو کې ١٢٠ کړۍ ماينونه، ١٣٠ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي، ٥ کلاشينکوفونه، ٦ بالازن ټوپک، يوه دهشکه، ٦٠٠ د کلاشينکوف مرمۍ، ٣ صندوقه د دهشکې مرمۍ، ١٤ پايې مخابرې، ٣ بستې برقي لين،په ماينونوکې کارېدونکي٥٠ کيلوګرامه چرې، ٤٠ د ماينونو تختې، ٣ تومانچې، ١٨ بېلابېلې لويې مرمۍ، يوه پيکا او ١٦ موټرسايکلونه نيول شوي دي.
اطرافي وويل،چې په بېلابېلو ولسواليو کې دکوکنارو اړولو کمپاين هم په ښه توګه دوام لري، روانه اونۍ په ژېړۍ، پنجوايي، ميوند، شاوليکوټ او ارغنداب کې تر دغه مهاله ٢٦٦٠ جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده.
د هغه په وينا، د دې ترڅنګ ٣٧٩٢ کيلوګرامه چرس، ٢٥ کيلوګرامه هيرويين، ٥٤ کيلوګرامه ترياک، ١١٧٨ کيلوګرامه کيمياوي توکي او د نشه يي توکو د لېږد په تړاو ٤ موټر نيول شوي دي.
اطرافي زياته کړه، په کندهار کې امنيتي ځواکونه پياوړي شوي او د وسلوالو مخالفينو د ځپلو توان لري.