ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزى: وروستي بريدونه د بهرنيو ځواکونو د شتون دوام ته زمينه برابروي

17 Apr 2012 - 17:19
17 Apr 2012 - 17:19

کابل (پژواک ٢٩ورى ٩١): ولسمشر کرزى وايي چې د طالبانو دوه ورځې وړاندې بريدونه  اسلام، مسلمانانو او افغانانو ته زيان رسوي او دغه ډول کړنه په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د شتون دوام ته زمينه برابروي.

 د وري په ٢٧مه، وسلوالو مخالفينو د کابل ښار په درېيو سيمو او همدارنګه په لوګر، ننګرهار او پکتيا ولايتونو کې ډله ييز ځانمرګي او وسلوال بريدونه ترسره کړل، چې د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د هغو په پايله کې ٤ ملکي وګړي او ١١ امنيتي ځواکونه ووژل شول، ٣٦ ملکي وګړي او ٤٢ امنيتي کسان ټپيان شول.

 ولسمشر حامد کرزي ((افغانستان د اصلاحاتو په لټه کې)) تر سرليک لاندې په نړيوال سيمينار کې، چې د علامه محمود طرزي د زوکړې او سراج الاخبار افغانيه د تاسيس د سلمې کليزې په مناسبت په کابل کې جوړ شوى و، خبرې کولې.

نوموړي، محمود طرزى يو عالي او اصلاح غوښتونکى شخصيت وګاڼه او ويې ويل، چې هغه له انګريزي استعمار څخه د هېواد د ژغورنې او پرمختګ لپاره کار کاوه.

د ده په وينا، په هغه وخت کې هم بهرنيانو زموږ د هېواد په چارو کې لاسوهنه کوله او نن هم افغانستان له همداسې يوه حالت سره مخ دى.

هغه زياته کړه: ((نن موږ له يوه لوري غواړو چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه بهر شي او له بل پلوه غواړو، چې له هغوى څخه د خپلې پرمختيا او ترقۍ لپاره کار واخلو؛ هغه وخت هم د ازادۍ غوښتنې او بل خوا ته د افغانستان د پرمختګ لپاره کار کېده، خو هغه وخت د بهرنيانو مداخلې هم وې.))

کرزي زياته کړه: ((نن افغانستان د پرمختيا په لټه کې دى، ميليونونه ځوانان ښوونځيو ته ځي، لسګونه زره ځوانان پوهنتونونو ته ځي او له وطن څخه د دفاع د خپل اختيار درلودلو خواته روان يو اوله بل پلوه هم تر بريد لاندې يو، زمونږ ښوونځى تر بريد لاندې دى، د ٩٠ کاله وړاندې په څېر زموږ پرمختګ تر بريد لاندې دى، د ٩٠کاله وړاندې په څېر د افغانستان د پرمختګ پر ضد بهرني لاسونه هم شته او دوه ورځې وړاندې بريد موږ ٩٠ کاله وړاندې ته بېرته ورګرځوي.))

د نوموړي په وينا، د وري د ٢٧مې نېټې په بريدونو کې په ښکاره له بهرنيانو سره مبارزه وشوه او د انګلستان، جرمني او امريکا سفارتونه تر بريد لاندې راغلل، خو زيان يې افغانانو ته ورسېد.

حامد کرزي زياته کړه: ((بهرنيان په واشنګټن کې ارام په خپلو کورونو کې ناست وو، خبر هم نه وو او له  سي ان ان څخه يې خبرونه اورېدل؛ په لندن کې همدارنګه نه ښوونځى وتړل شو او نه کار بند شو؛ په جرمني، چين او روسيه کې هم په همدې ډول؛ خو په کابل، پکتيا، لوګر او جلال اباد کې ناارامي پيدا کړاى شوه او اقتصاد يې ضربه وليدله.))

د ده په وينا، طالبانو اعلان کړى چې دغه بريدونه يې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د ملکي خلکو له وژنې او په بګرام کې د قران کريم له سوځول کېدو څخه د غچ اخيستنې په موخه په لاره اچولي وو.

نوموړي د طالبانو دا شعار عالي وګاڼه او زياته يې کړه: ((هر څوک چې دا شعار واوري، په احساساتو راځي چې د افغانانو د وينو کسات اخلو او د قران  کريم د سوځونې غچ اخلو، خو ګورو چې چا زيان وليد.))

کرزي هغه وسلوال طالبان چې د وري د ٢٧مې په بريدونو کې يې ګډون درلود، يادونه وکړه او ويې ويل: ((د دې پرځاى چې ديني عالم ترې جوړ شوى واى، انجنير ترې جوړ شوى واى، يا بزګر ترې جوړ شوى واى؛ خو راغلل، ووژل شول او د نورو د وژلو لامل شول؛ دوى ٣٥ مسلمان ځوانان په ظالمانه مغز وينځنې سره هغوى د دين ضد، د پرمختګ ضد او خاورې ضد وروزل او ويې وژل.))

هغه يو ځل بيا طالبانو ته د ورور خطاب وکړ او ويې ويل، سره له دې چې دى طالبانو ته د ورور  د خطاب له امله تر نيوکو لاندې دى؛ خو بيا به هم طالبانو ته د ورور له ويلو وانه وړي.

نوموړي وويل: طالبه وروره! له دې اقدام څخه چې ستا په نامه وشو، دا چې تا وکړ يا نه، څه ګټه دې افغانانو او مسلمانانو ته ورسوله، په دواړو اړخو کې دې افغان او مسلمان وواژه، خپل زوى او لور دې ښوونځي ته پرېنښودل، سپين ږيرى دې پرېنښود چې جومات ته ولاړ شي، قاري دې قرائت ته پرېنښود، زيان دې اسلام ته ورسېد او د افغانستان خپلواکۍ او استقلال ته دې کار ونه کړ، بلکې په افغانستان کې دې د بهرنيانو د پاتې کېدو لپاره بهانه پيدا کړه، دا چې د کومو بهرنيانو لپاره کار کوې، زه نه  پوهېږم، ته په خپله پوهېږې.))

نوموړي وويل، چې افغان امنيتي ځواکونو په يادو بريدونو کې په مېړانه له خپلې خاورې دفاع وکړه او بايد د افغانستان خلک د هغوى قدرداني وکړي.

ولسمشر حامد کرزي زياته کړه، چې افغان ځواکونه له هېواد نه د دفاع په خاطر سرښندنه کوي او له رسنيو او کارپوهانو يې وغوښتل، څو پر افغان امنيتي ځواکونو له نيوکو څخه ځان وساتي.

هغه زياته کړه: ((زموږ هيله د هېواد له مطبوعاتو او کارپوهانو څخه دا ده، چې پر ولسمشر نيوکې وکړي، بالکل حق لري، زه زر عيبونه لرم، دوه زره دې دوى را پورې وتپي او وايي دي؛ حکومت سل زره عيبونه لري، دوه لکه نور دې هم ورپورې وتړي؛ شورا او وکيل صاحبانو ته چې هرڅه وايي، ودې وايي؛ خو سرتېري او پوليس او هر کس چې له هېواد څخه د دفاع په خاطر ولاړ دى، د هغه دې ستاينه، درناوى او عزت وکړي.))

نوموړي په داسې حال کې چې له ځوانانو څخه يې وغوښتل، خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او د هېواد پرمختګ او سمسورتيا لپاره هڅه وکړي، زياته يې کړه: ((اوس افغانستان کې ټولې ستونزې هغه ځاى ته رسېدلې دي، چې اندېښنه نشته، زه تاسو ته ډاډ درکوم چې اوسنى حرکت د پرمختګ لپاره پيل شوى او له شک پرته بريالى دى او د برياليتوب په لور روان دى.))

کرزي ٢٠١٤ کال کې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتلو ته په اشارې سره وويل، چې غوره ده بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي؛ خو له افغانستان سره دې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

خو هغه له هغو هېوادونو څخه چې په افغانستان کې سرتېري لري، وغوښتل، کومې پيسې چې له افغانستان څخه د وتلو پرمهال دوى ته پاتې کېږي، بايد يوه برخه يې افغانستان ته ورکړي.

حامد کرزي يو ځل بيا وويل، چې له امريکا سره د ستراتيژيکو همکاريو پر تړون خبرې اترې دوام لري.

هغه وويل، په داسې حال کې چې امريکا له افغانستان سره خپلې مالي مرستې ته ژمنه ده؛ خو ټينګار کوي چې په تړون کې له افغانستان سره د هغوى د مرستو کچه ياده نه شي.

خو د نوموړي په وينا، له امريکا څخه د افغانستان هيله دا ده چې لږ پيسې ورکړي، خو په تړون کې دې يادې شي.

سرچينې وويل، امريکا په  دې دليل چې په راتلونکي کې افغانستان ته ډېرې مرستې ورکړي، نو د مرستې اندازه په تړون کې نه يادوي.

کرزي زياته کړه: ((موږ له هغوى څخه وغوښتل، دا وليکي چې امريکا د افغانستان او د دې هېواد د امنيتي ځواکونو لپاره هر کال لږ تر لږه ٢ ميليارډه ډالره ورکوي او که په راتلونکي وغواړى هغه زيات کړي، کم تر کمه دې ته لاره هوارېږي؛ خو هغوى وايي، موږ داسې ليکو چې  افغانستان ته زياتې پيسې ورکوو.))

کرزى وايي چې له امريکا سره پر نورو موضوعګانو هم خبرې دوام لري؛ خو هغه په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل.

د ((افغانستان د اصلاحاتو په لټه کې)) سيمينار د علامه محمود طرزي د زوکړې د يوسل او اووه پنځوسمې کليزي او سراج الاخبار افغانيه د تاسيس د سلمې کليزې په مناسبت په کابل کې جوړ شوى و.

محمود طرزى د هېواد يو نامتو ورځپاڼه ليکونکى، اديب او سياستوال و، چې په غزني ښار کې يې نړۍ ته سترګې غړولې وې او د ١٩٣٣ زېږديز کال د نومبر په ٢٣مه يې د ترکيې په استانبول ښار کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

 طرزى،چې له ١٢٩٨- ١٣٠١ کلونو پورې د امان الله خان لومړنى د بهرنيو چارو وزير و، خپلې زده کړې يې د اقتصاد، ادبياتو، سياست او اسلامياتو په څانګو کې په ترکيه کې د ٢٧کلونو په موده کې سرته ورسولې.

 سراج الاخبار افغانيه، سراج الاطفال او ارشاد النسوان د طرزي له مطبوعاتي فعاليتونو څخه ګڼل کېږي؛ نو ځکه هغه د افغانستان د ژورنالېزم پلار او يا د ورځپاڼو بنسټ اېښودونکى بولي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version