ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزى: امريکا سره امنيتي تړون په افغانستان کې د جګړې لمن پراخه کړې

کرزى: امريکا سره امنيتي تړون په افغانستان کې د جګړې لمن پراخه کړې

author avatar
17 Oct 2015 - 20:00
کرزى: امريکا سره امنيتي تړون په افغانستان کې د جګړې لمن پراخه کړې
author avatar
17 Oct 2015 - 20:00

کابل (پژواک، ٢٥ تله ٩٤): د افغانستان پخواني ولسمشر د دې موضوع په څرګندولو سره چې له امريکا سره د امنيتي تړون لاسليک د جګړو لمن پراخه کړې، ويلي يې دي، که د بهرنيو ځواکونو شتون د سولې او امنيت د ټينګښت لامل نه شي، د منلو وړ نه دى.

د ولسمشرحامد کرزي دفتر له لوري خپره شوې خبرپاڼه چې پژواک خبري اژانس ته هم رارسېدلې، کاږي چې پخوانى ولسمشر د هېواد له روان حالت او کومه تمه چې هغه د امريکايي ځواکونو له شتون څخه درلوده، ناخوښه دى.

هغه ويلي: "افغان ولسونو ١٤ کاله وړاندې د بهرنيو ځواکونو شتون په دې هيله ومانه چې تروريزم به له منځه ولاړ شي او هېواد کې به سوله ټينګه شي؛ خو له تروريزم سره د مبارزې تر نوم لاندې د بهرنيو ځواکونو شتون نه يواځې چې تروريزم ته ماتې ور نه کړه، بلکې په دې موده کې تروريزم لا پياوړى شو او له بده مرغه له امريکا سره دوه اړخيز امنيتي او دفاعي تړون هم د افغان ولس د تمې خلاف د ناامنيو کمېدو لامل نه شو، بلکې د جګړو لمن نوره هم پراخه شوه."

کرزي زياته کړې: "تر ټولو خو بده دا ده چې د امريکا ولسمشر د خپل هېواد پوځي شتون د دوام په اعلانولو سره په افغانستان کې د "جګړو موسمونو" اصطلاح وکاروله؛ دا په دې معنا ده چې افغان ولس دې تل په جګړو کې ښکېل وي، د جګړو راتلونکو فصلونو ته دې هم په تمه وي؛ اوسمهال په بشپړه توګه څرګنده شوه، چې د افغانستان په ښارونو او کليو کې د جګړو زياتېدو ته بهرنيو ځواکونو لاره هواره کړې ده."

د پخواني ولسمشر په وينا، د افغانستان خلک به هغه مهال د بهرنيو سرتېرو شتون په خپل هېواد کې ومني، چې د سولې او امنيت ټينګښت لامل شي، ملي يووالي او حاکميت ته يې زيان وا نه وړي او هغه ګټې چې امريکا يې په افغانستان کې لري، د دې لامل نه شي چې د افغانستان ملي ګټې تر پښو لاندې شي.

حامدکرزي په پاى کې په ډاګه کړې، چې د امريکا پوځي شتون افغانانو ته د پورته يادو شوو موادو په پام کې نيولو سره، د ترهګرۍ له منځه وړل، جګړو ته د پاى ټکى اېښودل، د سولې ټينګښت، د ملي يووالي پياوړتيا او د دوى ملي ځواکمنتيا په صورت کې د منلو وړ دى؛ له دې پرته په افغانستان کې به د امريکا پوځي شتون بله بڼه واخلي.

له امريکا سره امنيتي او دفاعي تړون شاوخوا يو کال وړاندې د ملي يووالي حکومت د کار له پيلېدو سره سم لاسليک شو، چې حکومتي مشرانو د ياد تړون لاسليک له نړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه له امريکا سره د اړيکو ټينګښت او له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې مالي او سياسي ملاتړ په توګه ياد کړ.

دوه ورځې وړاندې، د امريکا ولسمشر بارک اوباما په سپينه ماڼۍ کې، افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د دوامداره شتون پاليسۍ اعلان کړه، چې له مخې يې د دې ځواکونو د وتلو بهير پڅېږي کېږي او د ١٣٩٥ کال له مرغومې مياشتې څخه وروسته به د دې هېواد ٥٥٠٠ پوځيان افغانستان کې پاتې شي.

 

 

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.