خوست ښار (پژواک ٤ غويى ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې څلور ماين خښوونکي وژل شوي او يو ټپي دى.
د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال سردارمحمد ځاځي د غويي په ٤مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه شاوخوا لس بجې د ګربزو ولسوالۍ په بوريخېلو سيمه کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې څلور ماين خښوونکي وژل شوي او يو ټپي دى.
د هغه په وينا، ماين خښوونکو غوښتل چې په دغې سيمه کې د افغان او بهرنيو ځواکونو موټرو ته ماينونه خښ کړي.
نوموړي زياته کړه، چې د وژل شوو ماين خښوونکو مړي د پوليسو له خوا د ګربزو ولسوالۍ ته وړل شوي او ټپي يې بهرنيو ځواکونو وړى دى.
امنيه قوماندان وايي، چې د وژل شوو ماين خښوونکو هويت تر اوسه نه دى څرګند، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
د سيمې اوسېدونکي ضياالله پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى په سيمه کې بېګا شپه چورلکو ناڅاپي ډزې پيل کړې او وروسته سيمې ته امنيتي ځواکونه راغلل.
د ده په خبره، سهار خبر شول چې په ياده سيمه کې يې ماين خښوونکي وژلي، خو هغه د وژل شوو په اړه معلومات نه درلودل.
ايساف ځواکونو او وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن