کابل (پژواک ١٦ غويى ٩١): د افغانستان په سوېل لوېديځه سيمه کې د يوې چاودنې له امله د دريو اسټراليايي سرتېرو په ګډون پنځه بهرني سرتېري ټپيان شوي دي.
اسټراليايي رسنيو د غويي په ١٦مه د دفاع وزارت په حواله ليکلي، چې دا پېښه تېره ورځ په هلمند ولايت کې شمال لور ته له اروزګان ولايت سره پر پوله رامنځت شوې ده.
سرچينې زياته کړه، چې ايساف ځواکونه د ګزمې په حال کې وو، چې د سړک غاړې چاودنه پرې رامنځته شوه.
اسټراليايي رسنيو ويلي، چې په دې چاودنه کې د ايساف د دوو نورو سرتېرو ترڅنګ درې اسټراليايي سرتېري هم ټپي شوي دي.
سرچينې زياته کړې، چې ټپي سرتېري په جرمني کې هغه روغتون ته وړل شوي، چې په کې د افغانستان جګړې د ټپي سرتېرو درملنه کېږي.
ايساف وايي، چې د دوى د پاليسۍ له مخې په جګړه کې د ټپي سرتېرو په اړه معلومات نه خپروي.
اسټراليا په افغانستان کې شاوخوا ١٦٠٠ سرتېري لري، چې تر اوسه يې ٣٢ سرتېري وژل شوي دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن