پلخمري ( پژواک ٢٧ غويى ٩١): ناقانونه وسلوالو پنځلس هغه کسان د بغلان په پول حصار ولسوالۍ کې برمته کړي، چې زامن يې په دولتي ادارو او ملي اردو کې دندې لري.
د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال اسدالله شېرزاد نن (د غويي ٢٧مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کسان له نږدې يوې اونۍ راپه دېخوا برمته شوي دي.
د هغه په وينا، دغه خلک د مجاهد په نوم د ناقانونه وسلوالو د يوه قوماندان له خوا برمته شوي او په زور سره يې د خپلو کوکنارو په کروندو کې کار کولو ته مجبوروي.
شېرزاد وويل، چې مجاهد دغه کسان د دې لپاره نيولي، چې زامن يې په دولتي ادارو يا ملي اردو کې دندې لري.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه سيمه ييز قوماندان له برمته شوو نه غوښتي، څو په دولت او ملي اردو کې د خپلو زامنو د فعاليت مخه ونيسي.
د بغلان امنيه قوماندان زياته کړه، چې د ياد کسانو د خوشي کېدو لپاره به ډېر ژر د پول حصار ولسوالۍ د اهنګرانو په سيمه کې چاڼيز عمليات په لاره واچول شي؛ خو د کره نېټې په اړه يې معلومات ورنه کړل.
د اهنګرانو د سيمې يوه سپين ږيري ارباب همايون پژواک خبري اژانس ته وويل: “قوماندان مجاهد ويلي، تر څو چې د دغو کسانو زامنو له دندو ګوښه نه شي، هغوى نه خوشي کوي.”
نوموړي وويل، چې برمته شوي د قوماندان مجاهد تر کنټرول لاندې سيمه کې د هغه د کوکنارو په کروندو کې په کار بوخت دي.
سرچينې له دولت نه وغوښتل، څو د د نيول شوو کسانو د خوشي کولو لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.
د سيمه ييزو چارواکو د معلوماتو له مخې، قوماندان مجاهد نږدې ٤٠ کسان لري او د پول حصار ولسوالۍ په نا امنيو کې هم لاس لري.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه مياشتې مخکې د قوماندان مجاهد ورور په پول حصار ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونو سره نښته کې ووژل شو.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن