ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان له شيکاګو غونډې څخه د امنيتي ځواکونو د تقويت او تجهيز غوښتنه وکړه

19 May 2012 - 20:29
19 May 2012 - 20:29

کابل( پژواک د غويي ٣٠مه ٩١): ولسمشر حامدکرزي په شيکاګو ښار کې د ناټو له سرمشريزې مخکې، د افغانستان د امنيتي ځواکونو د تقويت او تجهيز غوښتنه وکړه.

ولسمشر کرزي د المان له ار،ټي،ال او زي،ډي ،اف ټلويزيوني شبکو سره دمرکې په ترڅ کې ،په دې موضوع ټينګار وکړ او ويې ويل، افغانستان ددې ترڅنګ چې د اقتصاد ، پوهنې، د سړکونو جوړولو او بيارغولو، برښنا او داسې نورو برخو کې د نړيوالې ټولنې له مرستو ستاينه کوي ، د افغانستان د راتلونکې لپاره د افغان د امنيتي ځواکونو د ځواکمنتيا او تجهيز غوښتنه هم کوي.

هغه خبرپاڼه،چې نن د ولسمشر دمطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې کاږي،چې ولسمشرکرزي په دې مرکه کې  په شيکاګو ښار کې د ناټو له سرمشرېزې نه د خپلو توقعاتو په اړه وويل: (( له دې ناستې نه زموږ غوښتنه روښانه ده.))

حامد کرزي  زياته کړه،چې د تېرو لسو کلنو لاسته راوړنې بايد کمزورې نه شي، بلکې لا دې ځواکمنې شي او له تروريزم سره مبارزه دې په داسې ډول پرمخ ولاړه شي،چې افغان ولس په کې زيانمن نه شي.

په اعلاميه کې ويل شوي دي،چې د افغان امنيتي ځواکونو روزنه،تمويل او تجهيز د المان او د نړيوالې ټولنې ډيرو هېوادونو ته  په افغانستان کې، ددوى دهېوادونو په پرتله، لږ لګښت ته اړتيا لري.

د نوموړي په وينا، افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد په بشپړېدو سره ، د نړۍ هېوادونه کولى شي، چې په افغانستان کې پرخپلو سرتېرو لګښتونه وسپموي  او يو اندازه يې په افغانستان کې ولګوي.

ولسشمر حامد کرزي ددې پوښتنې په ځواب کې،چې ايا اوس هم له طالبانو سره په خبرو اترو کې باور شتون لري ؟ وويل: ((کوم طالبان،چې د افغان ولس په ضد نه دي،هغوى ته هرکلى وايو، خو کوم کسان ،چې  د ښونځيو په سوځولو، بم ايښودلو، د ماشومانو او بى ګناه کسانو په وژلو کې ښکيل دي، بايد افغان ولس ته رجوع وکړي او له خپلو ناسمو کړنوڅخه چې سرته يې رسولي دي، بښنه وغواړي ، دسولي او جوړجاړي بهير ومني.))

 ولسمشر کرزي ددې مرکې په بله برخه کې ،په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په اړه د پاکستان د نقش په اړه وويل،چې هيله لري څو پاکستان د افغانستان دسولې له بهير سره همکاري وکړي.

د خبرپاڼې په پاى کې راغلي دي،چې ولمسشر زياته کړې ده چې د سولي په پروسه کې د پاکستان د  رول په اړه يې ګامونه اخيستي دي او هيله يې وښوده،څو په دې برخه کې نور کارونه هم وشي.

د يادونې وړده،چې د ناټو هېوادونو سرمشريزه به د امريکا په شيکاګو ښار کې د ( يک شنبه) په ورځ  جوړه شي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version