ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
23 May 2012 - 12:36
د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ
author avatar
23 May 2012 - 12:36

 کابل ښار (پژواک ٣ غبرګولى ٩١): په شيکاګو کې د ناټو د سرمشرېزې د پايلو څېړنه او د افغانستان لپاره د هغې لاسته راوړنې نن بيا هم د کابل چاپ ورځپاڼو د سرمقالو تر ټولو ګرمه موضوع ده، چې هرې ورځپاڼې د هغې مثبت او منفي اړخونه له خپل ليدلوري څخه څېړلي دي.

د ارادې ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې د شيکاګو له کنفرانس څخه د افغانستان لاسته راوړنې څېړلې او په دې اند ده چې د شيکاګو کنفرانس زموږ د هېواد پر سياسي او امنيتي تحولاتو باندې د اغېزمنتوب له امله د اهميت او پاملرنې وړ و.

د ارادې ورځپاڼه په دې نظر هم ده چې نړيواله ټولنه بايد د شيکاګو د کنفرانس په ترڅ کې پر کړو ژمنو ودرېږي او د ورځپاڼې په خبره بايد پرې نه ږدي چې د افغانستان امنيت يو ځل بيا مخ په ځوړ ولاړ شي.

دغه ورځپاڼه همدارنګه له ناټو سازمان څخه هم غوښتنه کوي چې خپل دريځ او خپله ستراتيژي دې نړيوالو او په تېره بيا د افغانستان ګاونډيو هېوادونو ته په وضاحت څرګنده کړي او په افغانستان کې د دغو ځواکونو د اوږدمهاله شتون په اړه دې د هغوى قناعت ترلاسه کړي.

د ملي باور ورځپاڼه هم د شيکاګو د سرمشرېزې پايلې او لاس ته راوړنې څېړي خو په دې کې شک لري چې په داسې حال کې چې بهرني سرتېري له افغانستانه وځي او امنيتي مسؤوليتونه افغان لوري ته لېږدول کېږي، په هماغه وخت دې له وسله والو مخالفينو سره جګړه هم روانه وي او د افغان ځواکونو د روزنې بهير هم پر مخ يوړل شي او ليکي چې دا ټول په يوه وخت کې شوني نه دي.

ملي باور ورځپاڼه په دې اند ده، چې د دغو ټولو اندېښنو او ستونزو ته ځواب يوازې له وسله والو مخالفينو سره د سولې د خبرو اترې ځوابولاى شي، چې د دې ورځپاڼې په ليکنه د شيکاګو په سرمشريزه کې دې ټکې ته ډېره پاملرنه ونه شوه.

د سرنوشت ورځپاڼه هم په دې باور ده، چې که څه هم په شيکاګو کې د ناټو سرمشرېزې کنفرانس نوى و، خو پرېکړې او ژمنې يې زړې وي.

د سرنوشت ورځپاڼه د شيکاګو په سرمشرېزه کې د ناټو د غړو هېوادونو دغه ژمنې ته په اشارې سره چې افغانستان به يوازې نه پرېږدي، په دې اند ده چې دا هغه خبرې دي، چې د افغانستان په اړه په هر نړيوال کنفرانس کې په وار وار تکرارېږي خو د ورځپاڼې په خبره، چې کله د عمل ميدان راشي نو بيا د ناټو غړي هېوادونه د خپلو ځواکونو لګښتونه هم له افغانستان سره په مرستو کې حسابوي.

د محور ور ځپاڼه هم د ملي باور او سرنوشت ورځپاڼو په څېر د شيکاګو د سرمشرېزې له لاس ته راوړنو څخه ډېره راضي نه ښکاري او په دې اند ده چې که څه هم د شيکاګو په سرمشريزه کې له افغانستان سره د اوږدمهاله مرستو ژمنه وشوه، خو د ورځپاڼې په خبره له اقتصادي پلوه د افغانستان په خپل ځان بسياينې په تړاو د پلان او پاليسۍ په اړه ډېر څه ونه ويل شول.

دغه ورځپاڼه هغه اندېښنې هم يادوي چې ويل کېږي، که چېرې له افغانستان سره نړيواله مرستې کمې شي، نو د افغانستان اقتصاد به له يوه سره وشړېږي او په دې اند ده چې که نړيواله ټولنه په واقعيت سره غواړي له افغانستان څخه د جګړې، فساد او فقر ټغر ټول کړي، نو بايد د پوځي مرستو ترڅنګ له اقتصادي پلوه په خپل ځان د بسياينې په لړ کې له افغانستان سره اوږدمهاله مرستې وکړي.

د ويسا ورځپاڼه هم د شيکاګو د سرمشرېزې پرېکړو او ژمنو ته ډېره هېله منه نه ده او په دې اند ده چې د دې سرمشرېزې د وروستۍ اعلاميې په پام کې نيولو سره، د هېڅ داسې پرېکنده دريځ تمه ترې نه شي کېداى چې افغان ولس پرې ښاد شي.

ويسا ورځپاڼه په دې اند هم ده چې د شيکاګو په سرمشرېزه کې افغان ولس ته داسې يو روښانه پيغام ورنه کړاى شو چې د هغه څه په اړه چې ورځپاڼه ورته د نړيوالې ټولنې په شتون کې وحشت وايي، د پاى ته رسېدو په اړه کومه پرېکړه شوې وي.

د ماندګار ورځپاڼه بيا د شيکاګو سرمشرېزه د افغانستان لپاره وروستۍ چانس ګڼي او په دې اند ده چې د شيکاګو غونډه يوازې د افغان امنيتي ځواکونو د مصارفو د تامين لپاره نه وه جوړه شوې او په دې اند ده چې د دې لپاره جوړه شوې وه، ترڅو وروستۍ غېشى ګوزار او د افغانستان دوسيه په يوه ډول تړل شوې اعلان شي.

د ماندګار ورځپاڼه د شيکاګو کنفرانس څنډې د هغې ترمنځ مهمې ګڼې او په دې اند ده چې د شيکاګو کنفرانس څنډو ډېر څه څرګند کړل، له اصف علي زرداري سره د نه لېدو کتو نيولې بيا حامد کرزي ته د تېر په پرتله په خطاب کې د ولسمشر اوباما توندې خبرې او دا ټول د ورځپاڼې په خبره ښکاروي چې په افغانستان کې چې تر ٢٠١٤ کال وروسته هر څه کېږي، په شيکاګو کې يې هغې ته پروګرام جوړ کړى، خو په متن کې نه، په څنډه کې.

د خدمتګار ورځپاڼه په دې اند ده، چې د شيکاګو سرمشرېزې د سولې احتمال زيات كړ او ليکي چې په شيكاګو كې د ناټو د سرمشريزې پرېكړو د يوه باوري سند په توګه له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو وتل يقيني او د سولې احتمال زيات كړ.

خدمتګار ورځپاڼه همدارنګه په دې باور هم ده، چې د دولت مخالفينو هم د شيكاګو د غونډې په اړه محتاطانه غبرګون ښودلى او د نور كله غبرګونونو په خلاف يې دا ځل د غبرګون لهجه هم تونده او تبليغاتي نه وه، چې دا په خپله د راتلونكي لپاره د طالبانو د دريځ د تياري څرګندونه كوي.

 او په پاى کې هم د چراغ ورځپاڼه د شيکاګو په سرمشرېزه کې د پاکستان د منفعت غوښتنې څخه سر ټکوي او په دې اند ده، چې د پاکستان منفعت غوښتونکى هېواد تل له ترهګرۍ سره د مبارزې په نامه له نړيوالې ټولنې امتيازات ترلاسه کړى دى، په داسې حال کې چې په باطن کې يې تل له ترهګرو ملاتړ کړى او هغوى يې تجهيز کړي دي.

دغه ورځپاڼه د ناټو د اکمالاتي لارې د بېرته پرېښودو په بدل کې د پاکستان غوښتنو ته اشاره کوي او په دې اند ده چې د پاکستان دغه دريځ د افغانستان د پېښو په اړه د پاکستان د زياتې غوښتنې او منفعت پالنې دريځ ښکاروي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.