کابل ( پژواک ٣١ غويى ٩١ ): افغان امنيتي چارواکي وايي، چې ايران د پاکستان له استخباراتي ادارې سره د افغانستان د نظام پر وړاندې د تخريبي کړنو او افغان مشرانو د وژنې لپاره لاس يو کړى دى .
د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال لوى پاسوال عبدالرحمن رحمان او د ملي امنيت عمومي رياست اوپراتيفي مرستيال محمد ياسين ضيا نن مشرانو جرګې ته وربلل شوي و ، چې د مولوي ارسلان رحماني د وژنې د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړي.
د سولې دعالي شورا او مشرانو جرګې غړى او د طالبانو د واکمنۍ پرمهال چارواکى مولوي ارسلان رحماني تېره اونۍ په کابل کې ووژل شو او مسووليت يې د “ملادادالله محاذ” په نوم يوې ډلې پر غاړه اخيستى دى .
لوى پاسوال عبدالرحمن رحمان د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې وويل، وروسته تر هغه ، چې د افغانستان او امريکا متحده ايالتونو ترمنځ ستراتيژيک تړون لاس ليک شو ، ايران د افغانستان پر ضد تخريبي فعاليتونه او تبليغات پيل کړي دي .
هغه زياته کړه : “ايران د پاکستان له جهنمې ادارې (اى اس اى) سره لاس يو کړى، د حقاني ، لشکر طيبه او نهضت اسلامي ازبکستان سره مرستي کوي، ترڅو د افغانستان د اوسني نظام پروړاندې تخريبي فعاليتونه وکړي او د افغانستان نامتو او پياوړي کسان ووژني ، چې ښه بيلګه يې د مولوي ارسلان رحماني وژل کېدل دي .”
دى وايي ، چې ايران او پاکستان ځکه مولوي ارسلان رحماني وواژه ، چې رحماني سوله د افغانستان د ستونزې د حل يواځنۍ لار بلله او په دې برخه کې يې هڅې کولې.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د افغان دولت وسلوالو مخالفينو د بهرنیو استخباراتی کړيو په مرسته له يوې مياشتې راهيسې د “الفاروق” په نوم عمليات پيل کړي ، چې اساسي موخه يي د سياسي مشرانو وژل دي .
هغه وايي، وسلوال مخالفين غواړي چې دغه عمليات له سرحدي سيمو څخه مرکزي او شمالي سيمو ته وغځوي.
سرچينې زياته کړه :”د الفاروق د عملياتو له مخې مخالفين غواړي ، چې په کابل ، ننګرهار ، بلخ ، کندهار ، هرات او يو شمېر ولاياتو کې د سولې عالي شورا غړي ، د ملي شورا غړي د ولايتي شورا غړي او قومي مشران په نښه کړي .”
خو هغه وويل، چې د سياسي مشرانو د امنيت ساتلو په موخه کورنيو چارو وزارت يو نوى تشکيل جوړ کړى او د اداري پړاوونو د وهلو په موخه د چارو ادارې ته استول شوى دى .
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دوو کلونو کې د سولې د عالي شورا مشر استاد برهان الدين رباني ، د ولسمشر ورور او د کندهار د ولايتي شورا رييس احمدولي کرزى ،د ولسي جرګې غړي محمدهاشم وطنوال او عبدالمطلب بېک، د کندوز امنيه قوماندان عبدالرحمن سيدخېلي او د ٢٠٣ پامير زون قوماندان جنرال داوود او ځينې نور مشران وژل شوي دي .
د ملي امنيت عمومي رياست مرستيال محمد ياسين ضيا هم د مشرانو جرګې په نننى غونډه کې وويل ، چې د افغانستان د سياسي مشرانو په وژنه کې د پاکستان او ايران استخباراتي کړۍ لاس لري.
ضيا وايي ، چې د يادو هېوادونو په مرسته د افغان دولت وسلوال مخالفين غواړي ، چې د ملي شورا غړي په نښه کړي ، ترڅو افغانستان ته سوله رانه شي او له امريکا سره ستراتيژيک تړون تصويب نه شي .
د سرچينې د څرګندونو له مخې، د افغان دولت وسلوالو مخالفينو قصد درلود ، چې په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي استاد عبدالرب رسول سياف او امان الله ګذر، د هرات د خلکو استازى صالح محمد سلجوقي او د تخار استازى کبيرمرزبان او دغه راز د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار او دويم نايب رفيع الله ګل افغان هم ووژني .
هغه زياتوي: ” دا ټول شاهدان دي ، چې زموږ د هڅو په پايله کې د هغوی د ترور مخه نيول شوې ده.”
ضيا وايي ، له يوه کال راهیسې د جلال الدين حقاني زوى سراج الدين حقاني او د ملا تاج مير په نوم يو طالب چارواکى هڅې کوي ، چې دافغانستان سياسي مشران په نښه کړي .
د ضيا په وينا، يادو دواړو کسانو څه موده وړاندې ١٨ تنه کابل ته رالېږلي و، ترڅو سياسي مشران په نښه کړي ، خو ټول د ملي امنيت لخوا ونيول شول او اوس په زندان کې دي .
دده د معلوماتو له مخې، ددې اتلس کسيز ګروپ په پلان کې د مولوي ارسلان رحماني وژل کيدل هم شامل و .
هغه زياتوي : “ددې اتلسو کسانو عکسونه ما واخيستل او رحماني صاحب کره لاړم او ورته مې وښودل ، چې دې کسانو ستا د ترور پلان درلود.”
دى وايي، رحماني ته يې وويل چې دغه کسان د ملا تاج مير اړوند کسان دي .
د ضيا په وينا، رحماني په هغو کسانو کې، چې عکسونه يې ورته وښودل شول، څوک ونه پېژندل، خو زياته يې کړه ، چې ملاتاج مير کېداى شي دده د وژلو پلان ولري، ځکه چې هغه د رحماني تر نفوذ لاندې سيمه کې ژوند کوي .
ضيا د رحماني له قوله وايي ، چې د پاکستان استخباراتي ادارې مولوي ارسلان رحماني ته ويلي ، چې د سولې هڅې پرېږدي له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته ولاړ شي او ارامه ژوند غوره کړي .
هغه زياته کړه ، چې ملي امنيت اته کسه او د کورنيو چارو وزارت څلور تنه ساتونکي مولوي ارسلان رحماني ته ورکړي و.
دى وايي ، چې د مولوي ارسلان رحماني د وژنې په تور درې تنه نيول شوي ، چې د ملا داد الله پر محاذ پورې تړاو لري .
د غونډې په پاې کې د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وويل ، چې د مشرانو جرګې د وکيلانو د مصونيت او امتيازاتو ، دفاعي چارو او ديني او فرهنګي چارو کمېسيونونه دې يوځاى د مولوي ارسلان رحماني د وژنې دلاملونو د لا ښه څرګندېدو په موخه د کورنيو چارو وزارت او ملي امنيت عمومي رياست سره همکاري وکړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن