کندهار ښار (پژواک ٤ غبرګولى ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې روانه اونۍ په کندهار ښار او ولسواليو کې ١٢ وسلوال مخالفين وژل شوي او شپږ ځانمرګي بريدګر يې ژوندي نيولي دي.
د کندهار امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي نن (د غبرګولي ٤مه) په يوه خبري غونډه کې وويل، چې د وسلوالو طالبانو ترڅنګ لسګونه تنه نور يې د نشه توکو د قاچاق او جنايي جرمونو په تور هم نيولي دي.
د هغه په وينا، روانه اونۍ په کندهار ښار او ولسواليو کې د پوليسو له لوري په ترسره شوو عملياتو کې ١٢ وسلوال مخالفين وژل شوي او د يوه پاکستاني په ګډون دوه تنه ټپيان شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې له دې ډلې يې درې تنه نن سهار د پنجوايي ولسوالۍ په سپېروان کلي کې له پوليسو سره په نښته کې وژل شوي دي.
اطرافي وويل: ((په دغو عملياتو کې شپږ ځانمرګي بريد کوونکي هم نيول شوي، چې درې يې پاکستاني وګړي دي او پوښتنې ورڅخه پيل شوې دي.))
د ده په خبره، په دغو عملياتو کې ٢٠ تنه له دولت سره د وسلوال مخالفت په تور نيول شوي هم دي، چې اته يې د سرحدي پوليسو له لوري او پاتې يې د ملي پوليسو له لورې نيول شوي دي.
اطرافي وايي، چې په دغو عملياتو کې له وسلوالو مخالفينو څخه ٦٧ کړۍ ماينونه، ٥ د هاوان مرمۍ، ١٠٠ د ماينونو پټاکۍ، ١ ميل راکټ، ٣ ميله پيکا، ١ ميل دهشکه، ٧ لاسي بمونه، ٣ پارسله باروت، ١٢ بېټرۍ، ٨ ريمونټونه، ١١ ميله کلاشنکوف، ١٦ ميله تومانچې، ٤٢٨ د تومانچې مرمۍ، ٢ کارتنه د پيکا مرمۍ، ٣٠ د کلاشينکوف شاجورونه، ٦ د پيکا شريدونه، ٢٠ کيلوګرامه د ماينونو باروت، ١٨ پايې مخابرې، ١١ عرادې موټرسايکلونه او يو عراده کرولا موټر هم نيول شوي دي.
د امنيت امر دغه راز د جنايي جرمونو په تړاو هم د ١٥ تنو د نيول کېدو خبر ورکړ او ويې ويل، چې دغه کسان په بېلابېلو جنايي کړنو کې د لاس لرولو په تور نيول شوي دي.
هغه وويل، چې په کندهار ښار او ولسواليو کې د پوليسو له خوا ١٢ تنه د نشه يي توکو د لېږد او قاچاق په تور هم نيول شوي، چې له هغوى څخه ٣١ کيلوګرامه هيرويين، ١٠٣ کيلوګرامه کرسټال، ٢٥٧٠ کيلو ګرامه ترياک، ٢٧١ کيلوګرامه چرس او ٨٨٥٠ لېټره تېزاب ترلاسه شوي دي.
د نوموړي په وينا، د نشه يي توکو په تړاو له نيول شوو کسانو څخه ٤ عرادې بېلابېل موټرونه هم نيول شوي دي.
اطرافي وايي، په دې وروستيو کې له امنيتي ځواکونو سره د خلکو همکاري زياته شوې او د امنيت په راوستلو کې د هغوى لاسنيوى کوي.
د يوه بل خبر له مخې، ګډو ځواکونو تېره ورځ د کندهار په معروف ولسوالۍ کې هم عمليات کړي، چې پر مهال يې درې وسلوال طالبان وژل شوي او د هغوى د يوه قوماندان په ګډون دوه نور ټپيان شوي دي.
د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات د يادې ولسوالۍ د شېخزيو، شينخېلو او خدرخېلو په کليو کې شوي دي.
د هغه په وينا، په دغو عملياتو کې دوه کلاشينکوفونه، يو ٨٢ ميلي متري توپ، ١٢ کړۍ ريموټ کنټرول ماينونه او څلور خښ شوي ماينونه هم کشف او له منځه وړل شوي دي.
وسلوالو طالبانو تر دې مهاله د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.