ژبه

کندهار ښاريانو ته د برېښنا په رسولو کې ٧٥ سلنه زياتوالى راغلى

کندهار (پژواک ٩ غبرګولى ٩١): د کندهار ولايت د برېښنا رياست چارواکي وايي، تر هغه وروسته چې په درېيو لويو سيمو کې يې د برېښنا د مفت جريان مخه نيولې، کندهار ښاريانو ته د برېښنا په رسولو کې ٧٥ سلنه زياتوالى راغلى دى.

د کندهار د برېښنا رييس حاجي سلطان محمد دغه څرګندونې نن (د غبرګولي ٩مه) د ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کې يوې خبرې غونډې ته وکړې.

حاجي سلطان محمد وويل، چې د برېښنا په جريان د اصلاحاتو په لړ کې يې په درېيو سيمو کندهار هوايي ډګر، کوماندو او زاړه قول اردو کې د برېښنا د وړيا جريان مخه نيولې او له امله يې کندهار ښاريانو ته د برېښنا د رسېدو کچه زياته شوې ده.

هغه زياته کړه، تر دې وړاندې په دغو درېيو سيمو کې له مېترونو پرته د ترو لينونو له لارې زياته برېښنا مصرفېده، خو اوس يې ورته مېترونه لګولي او دلته د برېښنا د زيات لګښت مخنيوى شوى دى.

دى وايي، په دغو سيمو کې، چې ډېرى نظامي مسوولين او چارواکي ژوند کوي، زياته برېښنا وړيا مصرفوله او د ښار ډېرو برخو ته يې د برېښنا جريان ټکنى کړى و.

دى وايي: ((تر دې وړاندې ښاريانو ته دوې يا درې ورځې وروسته برېښنا رسېده، خو د برېښنا د ترو لينونو له بندولو سره، ضايعات له ٤٠ څخه ١٩ سلنې ته را ټيټ شوي او اوس ښاريان يوه وروسته برېښنا لري او د پخوا په پرتله په کې ٧٥ سلنه زياتوالى راغلى دى.))

نوموړي د برېښنا د ډېروالي بل لامل په کجکي بند کې د اوبو د کچې لوړوالى وباله او ويې ويل، چې په تېر ژمي کې د کجکي بند د اوبو کچه ٥٠ متره وه او ٢٤ مېګاواټه برېښنا يې توليدوله، خو له بارانونو او واورو سره دغه کچه اوس ٧٠ مترو ته رسېدلې او ٣٢ مېګاواټه برېښنا توليدوي.

د هغه په وينا، په ژمي کې له کجکي بند څخه کندهار ته يوازې ٦ مېګاواټه برېښنا ورکوله کېده، خو اوس ١٢ مېګاواټه ورکول کېږي.

د برېښنا رييس په خپلو عوايدو کې د ٦٥ سلنې زياتوالي خبر هم ورکړ، خو ويې ويل، چې لا هم يو شمېر دولتي ادارې لکه د اوبو رسولو او عامې روغتيا رياستونه د برېښنا رياست باقي دى او خپلې پيسې يې نه دي ورکړې.

د ده په خبره، د دغو رياستونو له مسوولينو سره غږېدلى او هغوى ژمنه کړې، چې له مرکز څخه د پيسو د تخصيص په صورت کې به خپل باقيات تحويلوي.

هغه په دې لړ کې د نظامي مسوولينو په ځانګړې توګه له امنيه قوماندان جنرال رازق څخه مننه وکړه، چې د نظامي مرکزونو اړوند د برېښنا د څو کلونو باقيات ٢٨ ميليونه افغانۍ يې د برېښنا رياست ته سپارلې دي.

نوموړي په کجکي کې د برېښنا د درېيم توربين د نصبولو خبر هم ورکړ او ويې ويل، چې دغې ولسوالۍ ته د درېيم توربين اړوند سامان الات رسېدلي او د يوې مياشتې په اوږدو کې به يې کار پيل شي، چې تر دوو کلونو پورې وخت ته اړتيا لري.

د کندهار اوسېدونکي هم له تېرو څو کلونو راهيسې په پرله پسې توګه د برېښنا د جوړېدو غوښتنه کوي؛ خو لا هم دا ستونزه پر ځاى پاتې ده.

کندهار اوسمهال ټولټال ٢٦مېګاواټه برېښنا لري، په داسې حال کې چې د ټول ولايت په کچه تر ٨٠ مېګاواټه برېښنا ته اړتيا ليدل کېږي.

د هلمند ولايت د کجکي بند له ٣٢مېګاواټه برېښنا څخه کندهار ته ١٢ مېګاواټه برېښنا ورکول کېږي او نوره په هلمند ولايت کې لګول کېږي؛ خو ١٤ مېګاواټه نوره برېښنا له ډېزلي جنراتورونو څخه لاس ته راځي.

ورته موضوع