ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ميدان وردګو کې د مڼې ګل دوديزه مشاعره جوړه شوه

په ميدان وردګو کې د مڼې ګل دوديزه مشاعره جوړه شوه

author avatar
31 May 2012 - 15:17
په ميدان وردګو کې د مڼې ګل دوديزه مشاعره جوړه شوه
author avatar
31 May 2012 - 15:17

ميدانښار ( پژواک ١١ غبرګولى ٩١ ) : د ميدان وردګو ولايت په مرکز ميدانښار کې د ((مڼې ګل )) دوديزه مشاعره د سلګونو شاعرانو او مينه والو په ګډون د غبرګولي په ١١مه، جوړه شوه.

ددې ولايت د والي وياند شاهدالله شاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې مشاعره کې له کابل، ختيځو، سوېل ختيځو ، شمال ، سوېل او ځينو مرکزي ولايتونو څخه راغليو شاعرانو او مينه والو ګډون کړى و.

هغه زياته کړه،چې ددې ترڅنګ له امريکا څخه د رابلل شوي پښتو ژبې خوږ ژبي شاعر عبدالباري جهاني، چې ددې مشاعرې مشر مېلمه هم و او له خيبر پښتونخوا څخه رابلل  شوي شاعر سيدصابرشاه صابر هم برخه اخيستې وه.

دغه راز په دې مشاعره کې د ميدان ورداګو د والي محمد حليم فدايي ترڅنګ د کابل والي احمد الله عليزى، د پوهنې وزارت تخنيکي مرستيال محمداصف ننګ،دملي راډيو تلويزيون مشر زرين انځور په دې ولايت کې د ترکيې ولايتي بيارغونې ډلې مشر ، د ايساف او يو شمېر نورو چارواکيو  ګډون کړى و .

تېره شپه د غزل شپه جوړه شوه ، چې د شعرونو د زمزمو ترڅنګ د رباب  د تارونو ترنګ خوندوره کړې وه .

د مڼې ګل دوديزه مشاعره نن سهار شاوخوا نهه بجې پيل او له غرمې وروسته پاى ته ورسېده.

د ميدان وردګو والي محمد حليم فدايي په پرانېستونکې وينا کې د قلم ارزښت داسلام له پلوه بيان کړ.

هغه زياته کړه ، چې قلم د علم‌، معرفت او دخداى پېژندلو رمز دى او داد قلم د خاوندانو مسووليت دى ،چې د قلم رسالت  سم ادا کړي.

نوموړي وويل  : (( تېرو جګړوددې ترڅنګ چې زموږ بېلا بېلې شتمنۍ يې زيانمنې کړې دي، ليکوال ، شاعران او د قلم خاوندان يې هم ډېر ځپلي دي.))

د فدايي په وينا، د همدې جګړو د بدو اغېزو له امله کله نا کله قلمونه خوښيږي او د قلمو خوښېدل او نا سمه کارونه د انسان فکر له تباهۍ سره مخ کوي.

هغه زياته کړه : (( د جګړې ، ټوپک او ورانيو پر ځاى بايد موږ د قلم لاره خپله کړو او لکه څرنګه ، چې د قلم حق ده، موږ بايد هماغه ډول يې وکاروو.))

والي د قلم د ښې او سمې کارونې لپاره زده کړه او پراخه مطالعه اړينه وبلله او پر خلکو يې غږ وکړ ، چې خپل اولادونه له ښوونځي ، کتاب او قلم سره اشنا اوبلدکړي.

ليکوال او شاعر عبدالباري جهاني وويل چې د دا ډول مشاعرو جوړېدل د ژبې او هنر د ودې ترڅنګ مشترکات هم يو له بل سره شريکوي نور هم پياوړي او هغمږي کوي .

هغه پژواک اژانس ته وويل : (( خوښ په دې يم ، چې د يو شمېر نورو مشاعرو په پرتله په د مشاعره کې د سولې ، زده کړې او د ښوونځيو د نه سوځولو او د جنګ ددرولو په اړه شعرونه ولوستل شول.))

جهاني زياته کړه ، چې ددې ځوانو شاعرانو د شعر له ښه پيغام او روحيې څخه ورته هيله پيدا شوه، چې د نوي نسل شاعرانو په شعر کې ډيرې هغه شعري ځانګړتياوې په وده او قوت کې دي ، کومو ته چې اړتيا ليدل کېږي.

نوموړي له ټولو ځوانانو وغوښتل چې له ژبني ، سمتي، سيمه ييز او لهجوي تعصب څخه ځانونه وژغوري او د يوې باسواده او له جګړو څخه د خوندي ټولنې د جوړېدو په موخه مټې راونغاړي.

له خيبر پښتونخوا څخه راغلي شاعر سيد صابرشاه صابر  په دې خوښي څرګنده کړه، چې له کوزې پښتونخوا څخه راغلى او له خپلو برو وروڼو سره يو ځاى په مشاعره کې ګډون کوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې دا ډول مشاعرې د لر او بر پښتنو ديووالي او نږدې کولو لپاه مهم رول لري.

نوموړي د مشاعرې له ګډونوالو او شاعرانو څخه وغوښتل چې ليکل ، لوستل او پخپله ژبه باندې ويل خپله لومړنۍ اړتيا وګڼي ، ځکه چې د يوې ژبې ويونکي د ژبې په ژوندي ساتلو سره ژوندي دي .

بيا ورپسې ليکوال او څېړونکي حبيب الله رفيع په هېواد کې د مشاعرو په تاريخي بهير رڼا واچوله .

ده وويل ، چې په شعر کې د بدو الفاظو او کلمو کارول ، لويه تېروتنه او بې ادبي ده ، چې بايد هر شاعر ترې ځان وساتي .

د مشاعرې پر مهال شاعرانو په خپل وار سره شعرونه وويل، چې ډېرى يې له جنګونو څخه نفرت، دسولې او ثبات او پوهنې سره تړاو درلود.

د والي وياند وايي ، چې ددې مشاعرې په وياړ دوه کتابونه  (راوۍ ) د ( پوهې ډيوه) چې دواړه شعرې ټولګې دي، د ولايت د مقام په لګښت چاپ او د مشاعرې پر ګډونوالو ووېشل شول.

د هغه په وينا، له دې مخکې هم د ولايت مقام ٣٥ بېلا بېل ډول کتابونه چاپ کړي او درې نور تر چاپ لاندې دي.

د لومړي ځل لپاره په ١٣٧٦ لمريز کال کې په چک ولسوالۍ کې د مڼې ګل دوديزه مشاعره جوړه شوه ، چې له هغه وروسته هر کال دا مشاعره په ياد ولايت کې نمانځل کېږي.

ديادونې ده ، چې د هېواد په نورو ولايتونو کې هم د نارنج ګل، انارګل، سنځل ګل، بادام ګل، کونړ سيند، چنار، هلمند بهاند سيند ، ريدي ګل ، نښتر ، ارغوان او يو شمېر نورې دوديزې مشاعرې ترسره کېږي.

Views: 11

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.