جلال اباد ( پژواک ١٣ غبرګولى ٩١ ) : د جلال اباد – تورخم پر لويه لاره پر ايساف ځواکونو ځانمرګى بريد وشو.
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي د غبرګولي په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا بريد نن سهار په شاوخوا لسو بجو وشو.
هغه زياته کړه ، چې ځانمرګي بريد کوونکي له چاودېدونکيو توکيو ډک خپل موټر ته د ايساف ځواکونو له کاروان سره نږدې چاودنه ورکړه.
نوموړى وايي، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ځانمرګى بريد کوونکى وژل شوى ، خو د نورې مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي وال پژواک اژانس ته وويل،چې په دې پېښه کې يواځې ځانمرګى بريد کوونکى وژل شوى او بل چاته زيان نه دى اوښتى.
وسلوالو طالبانو ددې ځانمرګي بريد مسووليت پر غاړه اخيستى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي ، چې په دې ځانمرګي بريد کې يو ټانک له منځه وړل شوى او شپږ بهرني سرتېري وژل شوي دي.
خو په ختيـځ کې دايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر بريد تاييدوي، خو زياتوي چې دوى ته هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن