ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تالقانو کې د نجونو يوه ښوونځي ته ښوونکې پر خپلو پيسو ځمکه اخلي

13 Jun 2012 - 19:53
13 Jun 2012 - 19:53

تالقان (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩١): د تخار د پوهنې چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د نجونو د يوې لېسې ښوونکو په يوه بې ساري اقدام سره خپل ٥٠٠ زره افغانۍ معاش لېسې ته د ځمکې اخيستو لپاره ځانګړى کړى دى.

د تخار د پوهنې رييس عبدالوهاب ظفري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تالقانو د بي بي هاجرې لېسې ١٠٠ استادانو هر يوه له خپل معاش څخه ٥ زره افغانۍ ورکړې دي.

ظفري د استادانو دغه هڅه وستايله، خو زياته يې کړه چې د لېسې لپاره څلور جرېبه ځمکه په کار ده چې په ټوليز ډول ٢٠٠زره ډالرو ته اړتيا لري.

ظفري وويل، چې د يادې لېسې د مدير په هڅه د استادانو او د سيمې د مشرانو يوه کمېټه جوړه شوې، چې هڅه کوي د دغه ولايت له دولتي مسوولينو، قومي مشرانو او د ښوونځيو د زده کوونکو له کورنيو څخه هم يو څه پيسې راټولې کړي.

د تخار د ولايتي شورا غړي او ښوونځي ته د ځمکې اخيستو لپاره مرستې راټولولو د کمېټې مشر عبدالله بېک وويل، چې دې کمېټې په خپلو لومړنيو هڅو کې له قومي مشرانو شاوخوا ١٠زره امريکايي ډالر راټول کړي.

بېک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا کمېټه هڅه کوي له حکومتي چارواکو او همداراز د زده کوونکو له کورنيو هم مرسته وغواړي.

د تخار د پوهنې رييس پژواک ته وويل، چې دغه رياست د لېسې د ودانۍ جوړولو لپاره لا له وړاندې پيسې برابرې کړې دي.

ده وويل، چې د پوهنې وزارت ورته ٥٠٠ زره امريکايي ډالر ځانګړي کړي، خو له دې امله چې د ودانۍ لپاره ځمکه نه وه، تر اوسه دغه پيسې پر خپل ځاى دي.

د بي بي هاجرې د لېسې يوې ښوونکې نيسمې پژواک ته وويل، چې د لېسې استادانو ځکه خپلې پيسې د لېسې د ځمکې لپاره ورکړې؛ ترڅو نور خلک هم دغه کار ته وهڅوي.

نسيمې همداراز وويل، که چېرې د لېسې استادانو خپلې پيسې نه واى ورکړې نو ښايي د لېسې د ودانۍ لپاره ځانګړې شوې پيسې هم بېرته اخيستل شوې واى.

هغې همداراز وويل، چې اوسمهال شاګردانو ته په کرايي ودانۍ کې زده کړه ورکول کېږي او له همدې امله هم ډېر کله اړ دي چې له يوه تعمير بل ته ولاړ شي.

نسيمې وويل، چې د دې ليسې زده کوونکي دوه ځلې د ناپېژاندو کسانو له خوا مسموم شوي هم دي، خو زياته يې کړه، که چېرې ښوونځي خپلې ودانۍ  او پراخه ځمکه ولري، نو زده کوونکي به تر ډېره له دا شان خطرونو خلاص وي.

د بي بي هاجرې لېسې مدير عبدالحي د ښوونکو دغه اقدام وستايه، چې له شته مالي ستونزو او ننګونو سره سره يې بيا هم د ښوونځي د ځمکې لپاره له خپلو معاشونو تېر شول.

عبدالحى وويل، چې د ښوونځي د استادانو دغه کار به نور خلک هم وهڅوي ترڅو د معارف د پرمختګ لپاره خپلې هڅې ډېرې کړي.

عبدالحي وويل، چې د ښوونکو له خوا د پيسو تر ټولولو وړاندې يې په وار وار حکومتي مسوولينو ته مراجعه کړې، چې ښوونځي ته د ځمکې اخيستو په برخه کې ورسره مرسته وکړي، خو چا ورته پام نه دى کړى.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version