کندهار (پژواک ٣١ غبرګولى ٩١): د کندهار ولايت د ملي امنيت د رياست منسوبينو په بېلابېلو عملياتو کې ٥ وسلوال مخالفين د ځانمرګو بريدکوونکو او وسله والو د اکمالولو په تور نيولي دي.
نيول شوي کسان له وسلو او چاودېدونکو توکو سره يو ځاى خبريالانو ته وښودل شول، چې په خپلو کړنو يې اعتراف کاوه.
د ملي امنيت سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په نيول شوو کې د غوث الدين په نوم هغه کس هم شامل دى، چې يو شمېر ځانمرګي بريدونه يې پلان کړي دي.
هغه زياته کړه، د محمد ولي په نوم د وسلوالو مخالفينو د تروريستي ګروپ دغه غړي يو ځل په ١٣٩٠کال کې د کندهار د ولايتي بيارغونې پر دفتر او په ١٣٩١ کال کې يې پر سوپريم کمپنۍ ځانمرګي بريدونه پلان کړي وو.
په خپله غوث الدين، چې د دامان ولسوالۍ د نودې کلي اوسېدونکى دى، پژواک خبري اژانس ته وويل، مخکې يې په سوپريم کمپنۍ کې کار کاوه، خو د طالبانو يوه غړي په زور مجبور کړى و، چې له هغوى سره ګډ کار وکړي.
هغه زياته کړه: ((د جانان او ظاهر په نومونو له دوو کسانو سره يو ځاى مې يو ځل د کندهار پر PRT د ځانمرګو بريدونو لپاره کسان هلته ورسول او دويم ځل مې د بهرنيو ځواکونو پر اکمالاتي کمپنۍ سوپريم د ډله ييز بريد لپاره کسان رسول او هغوى ته مې معلومات ورکړي دي.))
په نيول شوو کسانو کې محمد عيسى، کريم الله، قدرت الله او پاچا، چې ټول د کندهار ښار د بېلابېلو سيمو اوسېدونکي دي، په خپلو خبرو کې له طالبانو سره پر همکارۍ او د هغوى پر اکمال اعتراف کاوه.
د ملي امنيت منسوبينو له دغو کسانو سره ٢١ پارسله امونيم نايتريت، ١٠ کړۍ ماينونه، ٩ کړۍ قندانۍ شکله ماينونه، ١ فير د هاوان مرمۍ، ١٠٠٠ متره ثانيه سوز لين، ١٨٠ د ريمونټ کنټرول تختونه، ٥٠ عدده ريموټ کنټرولونه، ١ پجارو ډوله موټر او يو زرنج موټرسايکل هم نيولى دى.
د يوه بل خبره مخې، سيمه ييزو پوليسو په ژېړۍ ولسوالۍ کې له وسله والو مخالفينو سره په مخامخ نښته کې ٤ وسلوال وژلي او يو يې ژوندى نيولى دى.
د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، سيمه ييزو پوليسو د يادې ولسوالۍ په نادي سميه کې ګزمه کوله، چې له مخالفينو سره مخ شول او ترلنډې جګړې وروسته ٤ مخالفين ووژل شول او يو ژوندى ونيول شو.
هغه زياته کړه، د وسلوالو مړي د ولسوالۍ مرکز ته انتقال شوي او نيول شوى کس عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوى دى.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.