کندهار ښار ( پژواک ٢ چنګاښ ٩١ ) : د کندهار په ميرويس روغتون کې ديوې چاودنه مخه ونيول شوه.
ددې ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د چنګاښ په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې دا پېښه پرون مازيګر رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه ،چې نامعلومو کسانو په يوه موټرسايکل کې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى کړي او بيا يې د ميرويس روغتون د موټرو په تم ځاى ( پارکېنګ) کې درولى و.
د فيصل په وينا، دغه موټرسايکل د امنيتي موظفينو لخوا کشف او بيا شنډ کړاى شو.
نوموړى وايي، چې په دې پېښه کې هېڅ ډول زيان نه دى رامنځته شوى.
بلخوا د نيوزيلينډ رسنيو خبر ورکړى، چې په ميرويس روغتون کې د سره صليب د نړيوالې ادارې اړونده دوه نيوزيلينډي کارکوونکي له يادې پېښې څخه تر خبرېدو وروسته د تېښتې پر مهال غورځېدلي او برسيرن ټپيان شوي دي.
تر اوسه ددې کار مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.