کندهار ښار ( پژواک ١١ چنګاښ ٩١ ) : ولسمشر حامد کرزي پرون په يوه ناڅاپي غير رسمي سفر کندهار ته تللى و.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د چنګاښ په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې ولسمشر پرون د درېيو ساعتونو لپاره دې ولايت ته په يوه ناڅاپي سفر راغلى و.
هغه زياته کړه ، چې ولسمشر حامد کرزي په ښار کې له والي توريالي ويسا سره غير رسمي خبرې او ناسته وکړه او بيا بېرته د کابل پر لور ستون شو.
د نوموړي په وينا، ولسمشر حامد کرزي د کندهار ښار په عينو مينه کې د خپلې کورنۍ غړو او خپلې مور سره هم وليدل او د خپل ورور احمد ولي کرزي د کليزې په اړه يې ورسره خبرې وکړې.
احمد ولي کرزى تېر کال د چنګاښ په ٢١مه، پخپل کور کې د خپل يوه ساتونکي لخوا وژل شوى و.
جاوېد فيصل ددې سفر په اړه نور جزئيات ورنکړل.
د کندهار والي توريالي ويسا هم پژواک خبري اژانس ته د ولسمشر سفر کندهار ته تاييد کړ او زياته يې کړه، چې له ده سره يې ځانګړې ليدنه درلوده.
د ويسا په وينا،ده ولسمشر حامدکرزي ته د هغو عملياتو په اړه معلومات ورکړل، چې په دې وروستيو کې د افغان ځواکونو تر مشرۍ لاندې په دې ولايت کې پيل شوي دي.