ژبه

شورابک ته د کندهار د والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا په مشرۍ د ملکي او پوځي ادارو استازو سفر وکړ او د دغې ولسوالۍ له قومي مشرانو او اوسېدونکو سره يې د هغوى د ستونزو پر هواري خبرې وکړې.

 د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا وويل، شورابک چې له پاکستان هېواد سره ګډه اوږده پوله لري، د کندهار لپاره سياسي او اقتصادي ارزښت لري او دغې ولسوالۍ ته له تېرو ٣٠ کلونو راهيسې کومه پاملرنه نه ده شوې.

 هغه د دغه کار لامل نا امني، د سړک خرابولى او له کندهار ښار څخه د دغې ولسوالۍ لېريوالى وګاڼه؛ خو ډاډ يې ورکړ، چې اوس به په دغې ولسوالۍ کې د بيارغونې کارونه پيل شي.

 نوموړي يادونه وکړه، چې له سپين بولدک ولسوالۍ څخه تر شورابک ولسوالۍ پورې غځېدلې ١٢٤ کيلومتره خامه لاره د امنيتي ځواکونو له خوا پرانيستل شوې او د امنيت لپاره يې نوې پوستې ځاى پر ځاى شوې دي.

 د نوموړي په وينا، د لومړي ځل لپاره د دغې ولسوالۍ له اوسېدونکو سره د هندوستان هېواد له خوا مرسته شوي ٦٠٠ ټنه غنم له همدې لارې رالېږدول شوي دي.

 د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق په خپلو خبرو کې وويل، چې د سپين بولدک_ شورابک لويه لاره د سرحدي پوليسو د پنځم کنډک له خوا د يوې اونۍ په اوږدو کې له ماينونو پاکه شوې او د خلکو پر مخ پرانيستل شوه.

 هغه له خلکو وغوښتل، چې د امنيتي ځواکونو په مرسته د دغې لارې امنيت خوندي کړي او پرېنږدي، چې دغه لاره د مخالفينو له خوا ناامنه شي.

 نوموړي وويل: ((په داسې حال کې چې هندوستان له افغانستان څه لېري پروت دى، د دغې ولسوالۍ له اوسېدونکو سره يې د ٦٠٠ ټنو غنمو مرسته وکړه؛ خو پاکستان چې له دغې ولسوالۍ سره ګډه پوله لري، امنيتي ځواکونو په کې تېر يو کال ٨٧ ټنه باروت نيولي دي.))

 امنيه قوماندان د دغې ولسوالۍ د ښه امنيت لپاره د سيمه ييزو پوليسو د جوړېدو خبر هم ورکړ او ويې ويل، چې له دغه اقدام سره به د امنيت ترڅنګ حکومتوالي او بيارغونې ته هم لاره هواره شي.

 د شورابک اوسېدونکي قومي مشران خوښ وو، چې کلونه وروسته دغې ولسوالۍ ته حکومتي چارواکي ورغلي او د هغوى پر ستونزو ورسره خبرې کوي.

 د شورابک يوه قومي مشر حاجي محمد اکبرخان په خپلو خبرو کې، له چارواکو وغوښتل چې له سپين بولدک څخه تر شورابک پورې غځېدلې ١٢٤ کيلومتره لاره دې پخه او د کروندې د ودې په خاطر دې د اوبو بند ورغول شي.

 هغه دغه راز وويل، چې په ولسوالۍ کې يې هېڅ ښوونځى او کلينک نشته او د خرابې لارې او لېرې واټن له امله خلک اړ دي، خپل ناروغان د څارويو په وسيله له پولې هغې غاړې د پاکستان خاورې ته يوسي، چې کله کله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

 د شورابک ولسوال عبدالنافع بړېڅ شکايت وکړ، چې د ملي پيوستون له لارې د دغې ولسوالۍ لپاره ځانګړې شوې ډېره اندازه پيسې د څو محدودو کسانو جېبونو ته تللي او په دغې ولسوالۍ کې د بيارغونې هېڅ راز کار نه دى شوى.

 هغه هم په دغې ولسوالۍ کې د ښوونځيو، کلينيکونو او لويې لارې د جوړولو غوښتنه وکړه.

 

د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا، د دغو قومي مشرانو په ځواب کې وويل، چې د سپين بولدک_ شورابک د لويې لارې د سروې لپاره ٢ ميليونه امريکايي ډالر ځانګړي شوي، چې په شپږو مياشتو کې به بشپړه شي او په نوي مالي کال کې به د دغه سړک د پخېدو کار پيل کړي.

 

هغه وويل: ((د سړک له پخېدو سره به د ګوادر بندر ته لاره پيدا شي او له دې لارې به په پراخه توګه سوداګري پيل شي.))

 

د نوموړي په وينا، تر دې وروسته به په دغې ولسوالۍ کې د بيارغونې او حکومتوالۍ کارونه هم پيل شي او خلک به له راز راز اسانتياوو برخمن شي.

 

شورابک د کندهار ښار سوېل ختيځ لوري ته د ٢٠٠ کيلومتره په واټن کې پرته ولسوالۍ ده او له ګاونډي هېواد پاکستان سره ١١٠ کيلومتره ګډه پوله لري.

ورته موضوع