کندهار ښار (پژواک ١٦ چنګاښ ٩١): د کندهار پوهنتون له طب، انجنيرۍ، کرنې، ښوونې او روزنې له پوهنځيو څخه ٢٠٨ تنه محصلين فارغ او نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې بري ليکونه ورکړل شول.
په دغو مراسمو کې، چې د عينو مېنې په عينو صالون کې جوړ شوي و، د پوهنتون د استادانو او محصلينو تر څنګ، د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا، د عينو بنسټ مسوول محمود کرزي، دولتي چارواکيو او قومي مشرانو ګډون کړى و.
د کندهار پوهنتون رييس ډاکټر حضرت مير توتاخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه پوهنتون مشرتابه وياړي، چې له ګڼو ستونزو سربېره ټولنې ته په بېلابېلو څانګو کې ٢٠٨ تنه فارغين ورکوي.
هغه زياته کړه، چې فارغو شويو محصلينو د طب، انجنيرۍ، کرنې، ښوونې او روزنې په څانګو کې ٧ کلنې، ٥ کلنې او ٤ کلنې زده کړې بشپړې کړي او د دې جوګه دي، چې خپلو خلکو ته خدمت وکړي.
د نوموړي په وينا، کندهار پوهنتون اوس مهال ١٣ پوهنځي او ٤٢ تحصيلي څانګې لري، چې پر کندهار برسېره په هلمند او اروزګان ولايتونو کې هم محصلين د دغه پوهنتون په چوکاټ کې خپلې زده کړې مخ ته وړي.
ده وويل، چې کندهار پوهنتون دا مهال په ملي کچه د هېواد له ٧ پوهنتونو او په نړيواله کچه له ١٤ پوهنتونونو سره علمي اړيکې لري او د دغې کړۍ د پراخوالي لپاره لا هم کار روان دى.
توتاخېل زياتوي: ((که څه هم پوهنتون په ځينو برخو کې پرمختګونه لرلي، خو له ځينو جدي ستونزو سره هم مخ دى، چې بايد حکومت او نړيوالې مرستندويه ټولنې يې په هوارولو کې مرسته وکړي.))
هغه د تاسيساتو کموالى، د څښلو لپاره د پاکو اوبو او منظمې برېښنا نشتوالى، د بودجې او تشکيل کمښت د کندهار پوهنتون له عمده ستونزو څخه وګڼلې.
نوموړي خبر ورکړ، چې د کندهار پوهنتون لپاره يې د نوې ودانيو د جوړېدو تابيا کړې، چې په عينو مېنه کې په ٢٢٠ هکتاره ځمکه کې جوړېږي.
د کندهار پوهنتون علمي مرستيال ډاکټر عبدالتواب بالاکرزي د پوهنتون د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې تر دې مهاله ١٥ استادا د ماسټرۍ لپاره بهر ته لېږل شوي، ١١ تنو په بېلابېلو څانګو کې ماسټرۍ تر لاسه کړي او شا وخوا ٨١ تنه استادانو امريکا، ايران، ماليزيا، تايلنډ، هندوستان او انګلستان ته علمي سفرونه کړي دي.
د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا، د محصلينو پر فراغت خوښي وښودله او له هغوى څخه يې د اکاډميک چلند غوښتنه وکړه.
هغه د خپلو خبرو په لړ کې له نړيوالو مرستندويه ټولنو وغوښتل، چې خپلې ډېرې مرستې په علمي برخو کې د کندهار پوهنتون پر پرمختګ ولګوي.
د نوموړي په وينا، هېواد تر هر څه وړاندې مسلکي کدرونو ته اړتيا لري او فارغ شوي محصلين بايد تر ماسټرۍ او دکتورا پورې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
د فارغو شويو محصلينو په استازيتوب ډاکټر ظلال احمد ورک پژواک اژانس ته وويل، چې تر هر څه وړاندې به د خپل هېواد او ولس په جوړلو کې کار کوي.
هغه له دولت څخه وغوښتل، چې فارغو شويو محصلينو ته د کار تر څنګ د نورو لوړو زده کړو زمينه هم برابره کړي.
کندهار پوهنتون، چې په ١٣٦٩ لمريز کال کې جوړ شوى؛ دا مهال په هلمند او اروزګان ولايتونو کې هم پوهنځي لري، چې په کې تر ٥ زره زيات ښځينه او نارينه زده کوونکي زده کړې کوي، چې له دې جملې څخه ٣٧٥٢ تنه په کندهار، ١٢١٠ تنه په هلمند او ٥٣ تنه په اروزګان ولايتونو کې دي.