کندهار ښار (پژواک ١٥ چنګاښ ٩١):د کندهار د ملي امنيت منسوبينو په بېلابېلو عملياتو کې د درېيو پاکستاني وګړو په ګډون اته تنه د ورانکارو کړنو په تور ونيول.
نيول شوي کسان نن (د چنګاښ ١٥مه) د ملي امنيت رياست له خوا رسنيو ته وښودل شول، چې په خپلو کړنو او له وسلوالو طالبانو سره په تړاو يې اعتراف کاوه.
د ملي امنيت سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په نيول شويو کسانو کې درې پاکستاني وګړي د پاکستان د بلوچستان ايالت د چمن، پښين او کچلاک سيمو اوسېدونکي دي.
د عبدالرحمن په نوم نيول شوي کس وويل، چې هغه په حافظ اغا مشهور او د پنجوايي ولسوالۍ د زنګ اباد د کلي ملا امام دى، چې له تېرې څه مودې راهيسې يې د حکومت پر ضد له وسلوالو طالبانو سره کار کاوه.
د حيات الله، محمد ابراهيم او احمد الله په نومونو نيول شويو کسانو وويل، چې په خپلو سيمو کې د طالب قومندانانو له خوا هڅول شوي وو، چې په افغانستان کې جهاد وکړي.
هغوى وويل، چې له وسلوالو مخالفينو سره يې په ډېرو کمينونو، وسلوالو بريدونو او د ماينونو په اېښودلو کې مرسته کړې ده.
محمد سليم، چې د کندهار د دويمې ناحيې اوسېدونکى دى وايي، د موټرانو د پرزو پلورنځى لري او د وسلوالو طالبانو لپاره يې په موټرسايکلونو کې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى کول، چې په دې وروستيو کې د ملي امنيت د منسوبينو له خوا ونيول شو.
د نيول شويو کسانو له ډلې رحمت الله مشهور په خوريې د شاوليکوټ، عبدالبصير مشهور په زمري د ارغنداب او حکمت الله د اروزګان ولايت د ګيزاب ولسواليو اوسېدونکي دي، چې د کورنيو او بهرنيو ځواکونو پر خلاف يې پر خپلو بريدونو او چاودنو اعتراف کاوه.
د ملي امنيت منسوبينو په دغو عملياتو کې ١ ميل پيکا، ٥ ميله کلاشنکوف، ١ ماين،٤ مخابرې، ١٠٠٠ د کلاشنکوف مرمۍ، ١٠٠٠ د پيکا مرمۍ،٤ د راکټ مرمۍ، ١ ريموټ کنټرول، ٣ د ماينونو کانچې، ٥٠ متره ثانيه سوز لين او ٤٠ کيلوګرامه امونيم نايټريټ هم نيولي دي.