کندهار ښار (پژواک ١٨ چنګاښ ٩١): د کندهار ولايت په ميانشين ولسوالۍ کې د ملي اردو يوه سرتېري پر خپلو دوو ملګرو ډزې کړي، هغوى يې وژلي او په خپله تښتېدلى دى.
خو وسلوال طالبان وايي، د هغوى نفوذي کس ٤ بهرني او يو د ملي اردو سرتېرى وژلي دي.
دغه پېښه نن تر غرمې وروسته د کندهار ښار شمال لوري ته په ميانشين ولسوالۍ کې شوې ده.
په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان تورنجنرال عبدالحميد حميد پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پېښه د لفظي شخړې په پايله کې رامنځ ته شوې ده.
هغه زياته کړه، د ملي اردو يوه سرتېري له دوو نورو سرتېرو سره لفظي شخړه کړې او وروسته په وسلواله نښته اوښتې، چې په کې دوه د ملي اردو سرتېري وژل شوي او بريدکوونکى سرتېرى تښتېدلى دى.
د نوموړي په وينا، د پېښې د پلټنې په موخه يې يو پلاوى سيمې ته لېږلى، ترڅو معلومه شي، لفظي شخړه څنګه او ولې رامنځ ته شوې ده؟
حميد په دغې پېښه کې د وسلوالو مخالفينو لاس لرل رد کړل.
د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل هم پېښه تاييدوي او وايي، چې د بريدکوونکي سرتېري د نيولو هڅې پيل شوې دي.
بل خوا وسلوال طالبان ادعا کوي، چې بريدکوونکى عبدالقادر نومېږي او په ميانشين ولسوالۍ کې د ملي اردو د ٣٥ کسيز ګروپ قوماندان دى او د هغوى له ډلې سره اړيکې لري.
قاري يوسف احمدي وايي، دغه کس پر بهرنيو ورغليو سرتېرو د ټوپک خوله وراړولې، څلور بهرني سرتېري او يو د قرار ګاه مرستيال خالد مومند يې وژلي دي.
خو دولتي اړخ دغه ادعاوې په کله ردوي او وايي، چې پېښه د لفظي شخړې په پايله کې رامنځ ته شوې ده.
په کندهار کې دا لومړى ځل دى، چې د ملي اردو يو سرتېرى دې، خپل ملګري ووژني؛ ولې تر دې وړاندې په ګڼو پېښو کې افغان سرتېرو په ورته پېښو کې بهرنيو ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.