کندهار د چنګاښ ١٨مه، ١٣٩١، پژواک خبري اژانس
د کندهار ولايت د نېش او شاوليکوټ ولسواليو اوسېدونکي او چارواکي وايي، چې په دغو ولسواليو کې د ملي پيوستون پروګرام په ښه توګه پلى شوى او د خلکو په ژوند کې يې ٧٠ سلنه ښه والى راوستى دى.
په دې اړه نن د ولايت مقام په تالار کې غونډه جوړه شوې وه، چې پکې د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا، د کليو د پراختيا وزرات استازيو، د ملي پيوستون د پروګرامونو د پلې کوونکو ادارو مسوولينو، د ولسواليو قومي مشرانو او نورو ګډون کړى و.
د نېش ولسوال حاجي حيات الله وويل، د دغې ولسوالۍ امنيت نسبتاً ښه دى او له تېرو دريو کلونو پکې د ملي پيوستون پروګرام د ٣٦ کليوالي شوراګانو له لارې دوام لري.
هغه زياته کړه، د دغې ولسوالۍ په ټولو کليو کې د خلکو لپاره د پاکو اوبو ٣٩٠ بمبې، د کارېزونو ١٠٠ څاه ګان، څه د پاسه ٤٨ زره متره کليوالي لارې او واړه استنادي ديوالونه جوړ شوي، چې د خلکو په ژوند کې يې ښه والى راوستى دى.
د نېش ولسوالۍ د پرمختيايي شورا يوه غړي حاجي خان محمد خان هم وويل، چې د دغې ولسوالۍ په کليو کې د ملي پيوستون د پروګرام له لارې د خلکو په ژوند کې ٧٠ سلنه ښه والى راغلى دى.
هغه وويل، دغه پروګرام که له يوې خوا د ولسونو تر منځ يووالى راوستى، نو له بله پلوه يې تر ډېره بريد غربت کم کړى او د خلکو ډېرې ستونزې يې حل کړې دي.
د همدغې ولسوالۍ د يوې کليوالې شورا مشر حاجي ملا محمد ولي بيا له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې په دې برخه کې خپلې مرستې نورې هم زياتې کړي.
د کليو د پراختيا وزرات په استازيتوب احمد ولي عزيزي هم برخوالو ته معلومات ورکړل او ويې ويل، چې په نېش ولسوالۍ کې د ٣٦ کليوالي شوراګانو له لارې د ملي پيوستون ٦٢ وړې پروژوې پلې شوې، چې ٥٣ ميليونه افغانۍ لګښت ورباندې راغلى دى.
هغه زياته کړه، د ٢٠٠٣ زېږديز کال را په دې خوا په کندهار کې د ملي پيوستون پروګرام پيل شوى، چې د دوو همکارو موسسو (يو اين هبيتات) او (SDO سنايي پرمختيايي موسسې) له خوا پلې کېږي.
دى وايي، د دغه ولايت په ١٤ ولسواليو کې په لومړي پړاو کې ١٠٩٣ کليوالي شوراګانې جوړې شوي او ٣٤٧ نورې په پلان کې دي، چې ژر به جوړې شي.
د نوموړي په وينا، د جوړو شويو کليوالي شوراګانو له لارې په ١٤ ولسواليو کې د ملي پيوستون ٢١٢١ وړې پروژې پيل شوې، چې ١١٥٧ يې بشپړې شوي او ٩٢٤ يې تر کار لاندې دي.
عزيزي خبر ورکړ، چې په کندهار کې به د ملي پيوستون د سرتاسري پوښښ په موخه ٥٦٠ نورې کليوالي شوراګانې هم جوړېږي.
نوموړي په ليرې پرتو سيمو کې د پلې شويو پروژو د څرنګوالي په برخه کې شته ستونزې ومنلې، خو ډاډ يې ورکړ، چې د ښه والي لپاره به يې پر له پسې کار کوي.
د ملي پيوستون د پروګرام د همکارې موسسې ايس ډي او مشر راز محمد دليلي تر هر څه مخکې په کارونو کې پر روڼوالي ټينګار وکړ او ويې ويل، چې د ولايتي ادارې په مرسته به هغه کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژني، چې د ملي پيوستونو په کارونو کې يې درغلي کړې ده.
د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا هم له خلکو وغوښتل، تر څو هغه کسان ور وپېژني، چې په ښارونو کې ژوند کوي او د ولسواليو په نوم د خلکو پيسې خپلو جېبونو ته اچوي.
نوموړي ټينګار وکړ، چې د ملي پيوستون له لارې مصرف کېدونکې پيسې د خلکو دي او له هغه چا سره به قانوني چلند وشي، چې دغه پيسې يې د خپلو شخصي ګټو لپاره کارولې وي.