کندهار ښار (پژواک ١٩ چنګاښ ٩١): د کندهار ښار په نننيو ځانمرګو بريدونو او چاودنو کې د اوولسو ځانمرګو په ګډون ٢٣ تنه وژل شوي او ٣٠ نور ټپيان دي.
دغه ډله ييز ځانمرګي بريدونه او چاودنې نن د چنګاښ په ١٩مه، د کندهار ښار په بېلا بېلو سيمو کې له غرمې وروسته په شاوخوا دوو بجو پيل شوې وې.
د کندهار والي توريالي ويسا په يوه خبري ناسته کې وويل، چې لومړۍ چاودنه نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د کندهار ښار د خواجک بابا په سيمه کې شوې ده.
دى وايي، چې له چاودېدونکو توکو ډک موټرسايکل، چې درې ځانمرګي بريدکوونکي هم په کې سپاره وو، په ياده سيمه کې وچاودېد.
نوموړى وايي، چې په دې چاودنه کې په خپله درې واړه ځانمرګي بريدکوونکي او په سيمه کې درې ماشومان وژل شوي او شپږ نور ملکي وګړي ټپيان دي.
د کندهار والي دغه راز وويل، چې تر لومړۍ چاودنې يو ساعت وروسته د امنيه قوماندانۍ مخې ته او د ښار په درېيو نورو ساحو (د کاکا سيداحمد لېسه، د شهيدانو چوک ته څېرمه د نور مارکېټ او ممتاز هوټل) کې هم ډله ييز بريدونه شوي دي.
نوموړي زياته کړه، دې نښتو دوه ساعته دوام وکړ، چې په پايله کې يې ١٤ ځانمرګي بريدکوونکي او درې پوليس وژل شوي، ١٨ پوليس او شپږ ولسي وګړي هم ټپيان دي.
د ويسا د معلوماتو له مخې، په ټپيانو کې د دوو کسانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
ده زياته کړه، چې د عملياتو پر مهال د امنيتي ځواکونو له لوري يو شمېر بهرني اتباع هم نيول شوي دي.
د کندهار د والي په وينا، په نننيو نښتو کې يادو شويو ودانيو ته مالي زيان اوښتى، چې جزئيات به وروسته په ډاګه شي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې د کندهار ښار په بېلابېلو سيمو کې يې بريدونه کړي او ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د پېښې سيمه د افغان او بهرنيو ځواکونو له خوا کلابنده شوې او امنيتي ځواکونو څېړنې پيل کړې دي.