کندهار (پژواک ٢١ چنګاښ ٩١): د علماوو اصلاحي شورا د کندهار ښار وروستي بريدونه په سختو ټکو وغندل او پر خلکو يې غږ وکړ، چې د وسلوالو مخالفينو د دغه راز اسلام ضد کړنو پر وړاندې ودرېږي.
وړمه ورځ د کندهار ښار په بېلابېلو سيمو کې تر څه مودې نسبي ارامۍ وروسته يو ځل بيا ډله ييز ځانمرګي بريدونه او چاودنې وشوې، چې په کې د ١٤ ځانمرګو په ګډون ٢٠ تنه ووژل شول او ٢٢ نور ټپيان شول.
لومړۍ چاودنه د خوجک بابا په سيمه کې د يوه زرنج موټرسايکل د چاودېدو له امله وشوه، چې درې ځانمرګي يې لېږدول، په دې پېښه کې د درېيو ځانمرګو ترڅنګ د يوې کورنۍ ٣ ماشومان ووژل شول او ٦ نور ټپيان شول.
له دغې پېښې سره هم مهاله د امنيه قوماندانۍ مخې ته او د ښار په درېيو نورو ساحو (کاکا سيداحمد لېسه، شهيدانو څلورلارې ته څېرمه پر ممتاز خصوصي هوټل او نور مارکېټ) ډله ييز وسلوال ځانمرګي بريدونه پيل شول، چې نږدې دوه ساعته يې دوام وکړ.
په دغو ډله ييزو بريدونو کې ١١ ځانمرګي بريد کوونکي او ٣ پوليس ووژل شول او ١٨ پوليس ټپيان شول او دغه راز درانه مالي زيانونه يې هم واړول.
په کندهار کې د علماوو اصلاحي شورا د چنګاښ په ٢١مه، د يوې غونډې له لارې دغه بريدونه وغندل او دغه راز کړنې يې له اسلام سره په ټکر کې وګڼلې.
د دغه ولايت د علماوو د اصلاحي شورا مشر مولوي تورجان وويل، چې دغه راز بريدونه د بهرنيو کړيو له لوري د بې ګناه انسانانو د وژلو په موخه طرحه کېږي، خو هغه د چا نوم ياد نه کړ.
هغه زياته کړه، په دغو بريدونو کې له يوه جومات څخه د مورچې کار اخيستل شوى او دروند زيان ورته رسېدلى دى.
نوموړي ټينګار وکړ، چې جومات د خداى کور دى او وسلوال مخالفين بايد له هغه څخه د مورچې په توګه کار وانه خلي.
د علماوو شورا يوه بل غړي مولوي فيض محمد بيا دغه راز پېښې په امنيتي ارګانونو کې د خيانت د شتون له امله وګڼلې او ويې ويل، چې بريد کوونکي د ځينو کړيو له پټې همکارۍ پرته نه شي کولاى دغو ساحو ته له وسلو او چاودېدونکو توکو سره يو ځاى لاړ شي.
هغه زياته کړه: ((دغه راز اعمال چې هر څوک يې په هر نوم کوي، په هېڅ توګه د اسلام په دين کې نه توجيه کېږي، بلکې يوازې د بې ګناه خلکو وژل او هغوى ته زيان اړول دي.))
د مولوي خواجه محمد په نوم د علماوو شورا يوه بل غړي هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل، تر څو چې حکومتي اړخ په خپل ځان کې اصلاحات را نه ولي، د دغه راز پېښو مخنيوى ګران کار دى.
هغه له حکومت څخه وغوښتل، چې خپلې ادارې دې د بهرنيو استخباراتي کړيو له نفوذ څخه پاکې کړي او هغه کسان دې له دندو ګوښه کړي، چې د بهرنيو اسختباراتي ادارو لپاره کار کوي.
نوموړي د مخالفينو له لوري وروستي بريدونه وغندل او له خلکو يې وغوښتل، چې د دغه راز کړنو پر وړاندې په کلکه ودرېږي او د خپلو ځانونو دفاع وکړي.
مولوي نظر محمد بيا پر طالبانو غږ وکړ، چې د چا لپاره جنګېږي او د چا د ګټو لپاره خپل خلک وژني؟
هغه د دغه راز پېښو مخنيوى د سولې له لارې ممکن وګاڼه او حکومت ته يې سپارښتنه وکړه، چې د جګړې د مخنيوي په موخه دې د هغوى ځينې شرطونه ومني.
بلخوا کندهار ښاريان او هغه وګړي، چې د وړمې ورځې په بريدونو کې يې ځاني او مالي زيانونه ليدلي دغو پېښو سخت اندېښمن کړي او د هغوى غوسې يې را پارولې دي.
د کندهار ښار د خوجک بابا اوسېدونکى محمد جان په داسې حال کې، چې د خپلو دريو وژل شويو ماشومانو په غم کې يې مړې مړې اوښکې تويولې، پژواک اژانس ته وويل : ((زما کوچنۍ لور او کوچني زامن په کومه ګناه ووژل شول، ايا هغوى کافران وو؟))
هغه زياته کړه: ((ما ته خداى همدا درې اولادونه راکړي وو، چې عمرونه ٨، ١٠ او ١١ کلونه وو، خو ظالمانو د تل لپاره راڅخه بېل کړل.))
دى وايي، ماشومان يې غرمه مهال د ډېرې ګرمۍ له امله د کور مخې ته په وياله کې لمبېدل، چې ناڅاپه زوروره چاودنه وشوه او درې سره ماشومان يې په هماغه اوبو کې ووژل شول.
امنيې قوماندانۍ ته څېرمه د قاري په نوم د جامو او ټوکرو يوه دوکاندار پژواک اژانس ته وويل، چې د وړمې ورځې په بريدونو کې يې ټول دوکان سوځېدلى دى.
هغه زياته کړه: ((په ډېرې خوارۍ مې خپلو ماشومانو ته د يوې ګولې ډوډۍ د پيدا کولو په خاطر دغه دوکان برابر کړى و، خو اوس ټول وسوځېد او هېڅ هم راپاتې نه شول.))
په دغو پېښو کې د کاکا سيداحمد لېسې، نور مارکېټ او ممتاز خصوصي هوټل ته درانه زيانونه اوښتي، د ولايت مقام د څرګندونو له مخې، د دغو زيانونو د کچې د معلومولو په موخه يې يوه کمېټه په کار ګومارلې ده.
بلخوا د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، چې کاکا سيداحمد لېسه به په خپل شخصي لګښت بېرته ورغوي.
هغه، چې د دغو بريدونو په اړه يې خبريالانو ته معلومات ورکول، وويل: ((په دغو بريدونو کې د وسلوالو مخالفينو د کوېټې شورا لاس و او په بريد کوونکو کې بهرني اتباع هم شامل وو.))
د نوموړي په وينا، وسلوالو مخالفينو په دغو بريدونو کې د يوه جومات په ګډون له عام المنفعه ځايونو ګټه اخيستې، چې هغلته هېڅ حکومتي سرتېرو او نورو شتون نه درلود.