کندهار ښار (پژواک ٢٦ چنګاښ ٩١): د ډنډ ولسوال احمدالله نازک دولتي اداره، دغې ولسوالۍ ته په نه پاملرنه تورنه کړه او د يو شمېر ستونزو له امله يې له خپلې دندې استعفا وکړه.
احمدالله نازک، چې د شپږو کلونو لپاره يې د ډنډ د ولسوال په توګه دنده ترسره کړې، نن (د چنګاښ ٢٦ مه) يې په يوه خبري غونډه کې د خپلې استعفا په اړه خبريالانو ته معلومات ورکړل.
د ډنډ ولسوال پژواک خبري اژانس ته وويل، شپږ کلونه کېږي، چې د يوې نا رسمي ولسوالۍ سرپرست ولسوال دى او په دې موده کې نه د دغې ولسوالۍ پولې وټاکل شوې او نه هم رسمي شوه.
هغه زياته کړه: ((ډنډ د کندهار مهمه ولسوالۍ ده، ولسمشر هم د دغې ولسوالۍ دى، موږ په پيل کې دغې ولسوالۍ ته موقت رسميت واخيست، خو په شپږو کلونو کې د ټاکلو پړاوونو د ترسره کولو سربېره د ډېرو وړانديزونو سره سره رسمي نه شوه.))
د نوموړي په وينا، دغه ولسوالۍ يواځې د پوليسو له لوري ساتل کېږي، امنيت يې تر ډېرو نورو ولسواليو ښه دى، ټول ښوونځي يې فعال شوي او د بيارغونې ګڼ کارونه په کې شوي، خو له دې سربېره هم حکومت دغې ولسوالۍ ته پاملرنه نه کوي.
د ده په خبره، له څه مودې را په دېخوا، چې په ځينو ولسواليو کې د حکومتوالۍ پروسه پيل شوه، نو مامورينو ته د DDP پروګرام له لارې معاش الخطر تعين شو، خو پوره لس مياشتې کېږي، چې د دغې ولسوالۍ مامورينو معاش نه دى اخيستى.
دى وايي، که يوه مامور ته پر وخت معاش ور نه کړل شي، نو هغه به څنګه زړه ښه کړي، چې په ولسوالۍ کې دولتې دنده مخ ته يوسي؟
نازک دغه راز تور ولګاوه، چې د دغې ولسوالۍ لپاره له تېرو اوو مياشتو راهيسې قاضي پر دنده ګومارل شوى، خو تر اوسه يې يوه ورځ هم په دغې ولسوالۍ کې دنده نه ده ترسره کړې.
نوموړي د خپلې استعفا يو بل لامل د بهرنيو ځواکونو د شپې عمليات وګڼل او زياته يې کړه، چې بهرنيو ځواکونو څه موده وړاندې د دوى له همغږۍ پرته د دغې ولسوالۍ د يوه داسې قومي مشر پر کور چاپه اچولې، چې د ښوونځيو په پرانيستلو او د دغې سيمې په ثبات کې يې ډېر کار کړى دى.
هغه دغه راز د خپلو لوړو زده کړو پر وړاندې د ځينو خنډونو يادونه هم وکړه او ويې ويل، چې په کندهار پوهنتون کې يې د شپې پوهنځى پيل کړى، خو ملي امنيت به هره ورځ ورته ويل، چې بريد ورباندې کېږي.
ده وويل: ((پر ما په تېرو شپږ کلونو کې ١١ ځلې وسلوال او ځانمرګي بريدونه شوي، چې له ټولو روغ وتلى يم، دغې ستونزې ته په پام سره د پوهنتون مشرتابه وويل، چې د کريډيټ سيسټم له لارې ته کولى شې يوازې ازموينې ته راشې، خو سږ کال يې له ازموينې هم محروم کړم.))
ولسوال ځينې نورې ستونزې هم يادې کړې او ويې ويل، چې له همدې امله لس ورځې تېرېږي، چې د کندهار والي ته يې په ليکلې بڼه خپله استعفا وړاندې کړې، خو کوم مثبت او منفي ځواب يې لا نه دى ترلاسه کړى.
بلخوا د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول او د والي وياند جاوېد فيصل د ډنډ د ولسوال استعفا د هغه شخصي کار وباله او ويې ويل، چې د استعفا منل او ردول د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې کار دى.
نوموړي د ډنډ ولسوالۍ اړوند، د احمدالله نازک له لوري يادې شوې يو شمېر ستونزې ومنلې او ويې ويل، چې دغه راز ستونزې يوازې د ډنډ ولسوالۍ په کچه نه بلکې د ټول هېواد په کچه دي.
هغه زياته کړه، د ډنډ ولسوالۍ د رسمي کېدو په اړه په خپله د ولايت مقام هم مرکزي ادارې ته وړانديزونه او مکتوبونه لېږلي، خو دا چې تر اوسه دغه کار نه دى شوى، ښايي د تشکيل او بودجې ستونزه به وي.
نوموړي د ډنډ ولسوالۍ د مامورنيو د معاش په اړه وويل، چې د اوس لپاره دغه معاشونه ځکه ځنډېدلي، چې په بودجه کې يو لړ ستونزې شته، خو ټاکل شوې د تخصيص پر مهال ټولو مامورنيو ته پر يوه ځاى دغه پيسې ورکړل شي.
فيصل يادونه وکړه، چې احمدالله نازک غواړي لوړې زده کړې وکړي؛ نو ځکه يې استعفا ورکړې ده، خو هغوى هڅه کوي ډېر ژر دغې ولسوالۍ ته يو داسې ولسوال وټاکي، چې د سيمې سړى وي او د خلکو خوښ وي.
ډنډ ولسوالۍ د کندهار ښار سوېل لوېديځ لورې ته په ٧ کيلومترۍ کې پرته ده، چې د نورو ولسواليو په پرتله يې امنيت ښه دى.
د ډنډ ولسوال احمدالله نازک داسې مهال له خپلې دندې استعفا ورکوي، چې ټاکل شوې يوه ورځ وروسته د دغې ولسوالۍ په ګډون د څو ولسواليو واک له بهرنيو ځواکونو افغان هغو ته وسپارل شي.