کندهار ( پژواک ٢٨ چنګاښ ٩١ ) : د کندهار ښار او يو شمېر ولسواليو د امنيت چارې نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې افغان ملي ځواکونو ته سپارل کېږي .
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د چنګاښ په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې اړه نن يو لړ مراسم د ٢٠٥ اتل قول اردو په قوماندانۍ کې پيل شوي دي.
هغه زياته کړه ، چې د واک د لېږد د پروسې په درېيم پړاو کې کندهار ښار، ډنډ، دامان او د ارغنداب ولسوالۍ دامنيت چارې افغاني کېږي .
نوموړي وويل ، چې په دې ولايت کې مېشت افغان ملي ځواکونو ددې چارو د سمبالولو لپاره تيار دي او ددې وړتيا لري، چې د خپل هېواد او ولس امنيت پخپله وساتي.
په کندهار ولايت کې د واک لېږد په داسې حال کې تر سره کېږي، چې په دې وروستيو کې په کندهار ښار او ولسواليو کې د وسلوالو مخالفينو بريدونو زور اخيستى او د ملکي وګړيو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.
که څه هم ډنډ او دامان ولسوالۍ په نسبي توګه د کندهار له باامنو ولسواليو څخه ګڼل کېږي، خو ارغنداب هغه ولسوالۍ ده، چې مخکې پکې د وسلوالو مخالفينو فعاليتونه ډېر زيات وو.
دغه په باغونو پوښلې ولسوالۍ د کندهار ښار شمال لور ته د شاو خوا ١٤ کيلومتره په واټن کې پرته ده.
د يادونې ده، چې افغان ځواکونو ته دامنيت دچارو دسپارلو پروسه تېر لمريز کال د چنګاښ په مياشت کې پيل شوې وه،تر اوسه يې دوه پړاوونه بشپړ شوي او درېيم پړاو روان دى ، چې دې ټولو پړاوونو سره به د هېواد د ٧٠ سلنه سيمو مسووليت افغان ځواکونو ته وسپارل شي.