لښکرګاه (پژواک ١٦ زمرى ٩١): د هلمند په موسى کلا ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان او لس کسان يې له وسلوالو طالبانو سره يو ځاى شوي دي.
د موسى کلا ولسوال نعمت الله زمري، د زمري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د قوماندان محمدخان په مشرۍ ١١ کسيزه ډله پرون له خپلو وسلو سره له مخالفينو سره يوځاى شوي دي.
د ولسوال په وينا، دغه قوماندان د ولسوالۍ د لوېديځ لوري د ديزور په سيمه كې له تېرو څلورو مياشتو راهيسې دنده ترسره كوله.
دى وايي، چې هغه له ځان سره ۱۱ ميله كلاشينكوفونه او دوه ميله پيکا هم مخالفينو ته وړې دي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په موسى کلا له دوى سره ١٢ سيمه ييز پوليس يوځاى شوي دي.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې ګڼ شمېر سيمه ييز پوليس په بېلابېلو ولايتونو کې له مخالفينو سره يو ځاى شوي دي.
خو د کورنيو چارو وزارت دا ادعاوې رد کړې دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن