کندهار ( پژواک ٢ وږى ٩١ ) : د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ امنيه قوماندان وايي، چې د سيمې اوسېدونکو له حکومت څخه د وسلوالو مخالفينو پر ضد د وسلو غوښتنه کړې ده.
د ژېړۍ ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل معصوم خان د وږي په ٢مه، له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، چې په دې وروستيو کې د ګڼو کليو سنګسار، نهر کارېز، سياه چوى، کلک او سلوغي، نلغام او يو شمېر نورو سيمو خلکو له حکومت څخه د مرستې غوښتنه کړې او د مخالفينو له اعمالو پتنګ شوي دي.
د هغه په خبره، خلکو کلونه کلونه د وسلوالو مخالفينو تر ګواښ لاندې ژوند کړى، په ماينونو او جګړو کې يې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي، خو نور دا هر څه نشي زغملى.
نوموړي د خلکو دغه اقدام ته د ولسي پاڅون نوم ورکړ او زياته يې کړه: ((ولس په تېر کې خپلې وسلې حکومت ته سپارلي، هغوى په تش لاس د مخالفينو پر وړاندې نه شي درېدلى، نو ځکه زموږ څخه د مرستې غوښتنه کوي او حاضر شوي، چې خپل ځوانان د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې ودروي.))
دى وايي، پوليسو په ګڼو سيمو کې د هغوى مرسته کړې.
د ژېړۍ ولسوالۍ يو شمېر قومي مشران هم دا مني او وايي، خلک اړ شوي چې د خپل امنيت په موخه د خپلو کورنيو ځوانان د سيمه ييزو پوليسو ليکو ته ورکړي او د مخالفينو مخه ونيسي.
د دغې ولسوالۍ د نلغام سيمې يوه قومي مشر د نوم نه ښودلو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په سيمه کې يې ګڼ شمېر ځوانان د سيمه ييزو پوليسو په توګه کار کوي او د خلکو امنيت يې خوندى کړى دى.
دى وايي، په نلغام کې د مخالفينو فعاليت خورا زيات و، خو اوس د خلکو او سيمه ييزو پوليسو په همکارۍ د دغې سيمې امنيت ښه شوى دى.
د کندهار ولايت د ژېړۍ ولسوالۍ امنيه قوماندان وايي، چې د دغې ولسوالۍ سيمه ييزو پوليسو ته درنې وسلې، رينجر موټر او موټر سايکلونه ورکړل شوي او د دې جوګه شوي، چې تر پخوا په ښه توګه د مخالفينو د فعاليتونو مخه ونيسي.
د هغه په وينا، دغه ګام تر هغه وروسته اخيستل کېږي، چې د کندهار ولايت چارواکيو سيمه ييز پوليس د جګړې تر لومړۍ کرښې لاندې ګڼلي و او د هغوى د تجهيزېدو غوښتنه يې کړې وه.
د دغې ولسوالۍ سيمه ييز پوليس تر پخوا ښه اکمال او تجهيز شوي او د امنيت په سمون کې يې ډېر رول لوبولى دى.
هغه زياته کړه: ((د ژيړۍ ولسوالۍ سيمه ييزو پوليسو ته په دې وروستيو کې ٤٠ ميله پيکا، ٣٥ عرادې رينجر موټر او ٢٠ عرادې موټر سايکلونه ورکړل شوي دي.))
د نوموړي په وينا، تر دې وړاندې سيمه ييزو پوليسو ته يواځې کلاشينکوفونه ورکړل شوي وو، درنې وسلې او وسايط يې نه لرل.
دى وايي، دا چې سيمه ييز پوليس په کليو کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي، د دغو تجهيزاتو په تر لاسه کولو به وتوانېږي، چې د تېر په پرتله په ښه توګه د مخالفينو د فعاليتونو مخه ونيسي.
هغه دا هم وويل، چې اوسمهال په ژيړۍ کې د سيمه ييزو پوليسو تشکيل ٤٠٠ تنه دى، خو دا شمېره به کرار کرار زياته شي.
ژيړۍ د کندهار ښار لوېديځ لور ته ٢٥ کيلومتره لرې د کندهار_هرات پر لويه لاره پرته ولسوالۍ ده، چې دوه کلونه مخکې د وسلوالو مخالفينو د مرکز په توګه پېژندل کېده، خو دغلته د همکارۍ تر عملياتو وروسته سيمه ييز پوليس جوړ او اوس يې امنيت د پخوا په پرتله ښه شوى دى.