کندهار (پژواک، ٧ وږى ٩١): د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا وايي، چې د ښار د تېرې شپې په چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او ٢٠ نور ټپيان دي.
نوموړي نن د وږي په اوومه د کندهار ښار د تېرې شپې د خونړۍ چاودنې په اړه د ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کې په يوه خبري غونډه کې معلومات ورکړل.
د کندهار والي توريالي ويسا وويل، چې تېره شپه شاوخوا بجې کندهار ښار د يوې ډېرې درنې چاودنې شاهد و، چې موخه يې د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق و.
پېښه د کندهار ښار ختيځ لورې ته د لسمې امنيتي حوزې اړوند د دوراهي په سيمه کې هغه مهال وشوه، چې د امنيه قوماندان د موټرونو کاروان له سړک څخه د تېرېدو په حال کې و.
ډاکټر توريالي ويسا زياته کړه، په دغه خونړي ځانمرګي بريد کې له يوه لوى موټر څخه کار اخيستل شوى، چې په لويه اندازه چاودېدونکي توکي په کې ځاى پر ځاى شوي وو.
نوموړى وايي، که څه هم په دې پېښه کې امنيه قومندان برسېرن ټپي شوى، خو ګڼو ملکي وګړو ته يې مرګ ژوبله واړوله.
هغه زياته کړه: ((په دې پېښه کې ٤ تنه وژل شوي او ٢٠ تنه ټپيان شوي، چې په ټپيانو کې ٤ مېرمنې، ١٠ ماشومان او ٦ نارينه شامل دي، چې دوه يې پوليس دي.))
ويسا دغه خونړۍ پېښه د بشريت او اسلاميت ضد وګڼله او ويې ويل، چې په دې اړه يې د پلټنو حکم ورکړى، تر څو عاملين په ګوته او سخته سزا ورکړل شي.
د نوموړي په وينا، جنرال عبدالرازق په روغتون کې تر درملنې لاندې دى او ډاکټرانو ورته د آرام توصيه کړې ده.
ده وويل، په پېښه کې سخت مالي زيانونه هم اوښتي، چې يو شمېر کورونه او دکانونو پکې ويجاړ شوي، خو د دغه زيان د کچې د معلومولو لپاره يې يو کمېسيون ته دنده ورکړې، چې جزئيات به يې وروسته وړاندې شي.
د والي په وينا، له زيانمنو سره د مرستې کولو په لړ کې به مرکزي ادارې ته هم معلومات ورکړل شي، تر څو خلکو ته د رسېدلو زيانونه بدل ژر تر ژره ورکړل شي.
هغه دغه پېښه په سختو ټکو وغندله او ويې ويل، مخالفين تل هغه کسان په نښه کوي، چې د خپل هېواد او خلکو لپاره په زړورتيا او رښتينولۍ کار کوي.
ويسا زياته کړه: ((له مخالفينو څخه د خپلې ترهګرۍ حدود هم ګډوډ شوي دي، آن په جوماتونو کې بريدونه کوي، په قبرونو کې هم ماينونه ږدي، پر عام ولس هم زړه نه سوځي، هغوى حيران دي، چې څه وکړي؟))
د هغه په خبره، په دې وروستيو کې د امنيتي ارګانونو د ډېرو فعاليتونو له امله د وسله والو مخالفينو زور کم شوى، نو ځکه په دغه راز اعمالو لاس پورې کوي.
د پېښې په ځاى کې د سړک پر غاړه يو شمېر کورونه، دوکانونه او موټر تر سترګو کېدل، چې ډېر زيان ورته اوښتى دى.
په همدې سيمه کې د ودونو او محفلونو د کرايي سامان الاتو د يوه شرکت مسوول عبدالصمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په چاودنه کې يې ټوله ودانۍ ړنګه شوې، چې له امله يې د دوى ټول لوښي او اړوند سامان الات له منځه تللي دي.
هغه وويل، په دې پېښه کې کورونو، دوکانونو او شرکتونو ته تر لسو ميليونو افغانيو زيات تاوان اوښتى دى.
نوموړي له دولته وغوښتل، چې د ځاني زيانمنو شوو ترڅنګ دې ژر تر ژره له مالي زيانمنو شوو سره هم مرستې وکړي.
د پېښې په ځاى کې د سيمې يوه بل اوسېدونکي عبدالکريم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د چاودنې پر مهال ماشومان بهر پر بامونو ويده وو، چې ناڅاپه ډېره قوي او زوروره چاودنه وشوه.
هغه وويل، په دې چاودنه کې له يوه لوى بس څخه کار اخيستل شوى، چې ټوټې يې پر سړک تر ډېره ځايه پاشل شوې دي.
د دغه ځانمرګي بريد پړه وسلوالو مخالفينو منلې، د دغې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک اژانس ته وويل، چې په موټربم چاودنه کې يې د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق ټپي کړى دى.