غزني ښار (پژواک، ٨ وږى ٩١): د وسلوالو طالبان په بريد کې د غزني د ولايتي شورا رييس او ورور يې ووژل شول.
د غزني د والي وياند سباوون پژواک خبري اژانس ته وويل، د غزني د ولايتي شورا رييس قاضي صاحب شاه او ورور يې د وسلوالو طالبانو په بريد کې، چې نن ماښام شاوخوا ٦ بجې د غزني ښار په نواباد سيمه کې ترسره شو، ووژل شول.
سرچينې زياته کړه، په دې پېښه کې د ولايتي شورا د رييس ساتونکى ټپي شوى دى.
هغه وويل، دا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې قاضي صاحب شاه او ورور يې د ولايتي شورا له دفتر څخه د خپل کور خواته روان وو.
د دې پېښې يوه عيني شاهد محمدالله پژواک ته وويل: ((ما په خپله وليدل چې د ولايتي شورا رييس په سر مرمۍ خوړلې وې)).
يوه بل عيني شاهد علي رضا پژواک ته وويل، درې کسان چې پلي روان وو، د ولايتي شورا د رييس پر موټر ډزې وکړې.
دى زياتوي، چې وروسته امنيتي ځواکونه سيمې ته راورسېدل او له وسلوالو کسانو سره يې د يو څه وخت لپاره نښته وکړه.
وسله والو طالبان د غزني د ولايتي شورا رييس د وژنې مسووليت په غاړه اخيستى.
دوسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهدپژواک خبری اژانس ته وویل، چینن ماښام شاوخوا ۶ بجې دغزني ولایتي شورا رئيس قاضي صاحب شاه په يوه برید کې له خپل يوه ساتونکی سره ووژل شو او بل ساتونکی يي ټپي شوي دي .
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن